تاپی د هېواد د اقتصادی ډیپلوماسی یوه ستره بریاګڼل کېږی

  • خپرول: ۹ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 47686

احمدزی
مشهور لویدیځوال اقتصاد پوه فریدریک سټار وایی، هر هغه هیواد چې وکولی شی، د انرژی د لیږد مسیر کنترول کړی، په حقیقت کې د نړۍ د یوې پراخې سیمې سرنوشت په لاس کې لری. له دې څخه جوتیږی، چې د نړۍ په سیاسی جغرافیه کې چې څومره د انرژۍ د تولید هیوادونه مهم دی، په هماغه اندازه د انرژۍ د ترانزیټ مسیرونه مهم دی.
دې ته په پام چې افغانستان د اسیا په داسې سیمه کې پروت دی چې یوې خواته یې د انرژۍ ستر تولیدوونکی هیوادونه دی او بلې خواته یې مخ پر وده هیوادونه چې ورځ په ورځ یې انرژۍ ته تنده په زیاتیدو ده ـ د سیمې او نړۍ په اقتصادی معادلاتو کې زموږ د هیواد ستراتیجیک ارزښت په ډاګه کوی. د نړیوالتوب په دې ګړندی بهیر کې هیوادونه یو د بل تر څنګ د مشترکو منافعو په اړه فکر کوی، ولسمشر غنی په وار وار د سیمې د هیوادونو تر منځ په اقتصادی راکړه ورکړه او ګټورو اړیکو ټینګار کړیدی؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې جنګ او نا امنۍ ددې لامل شویدی، چې د سیمې هیوادونه په مشکله باور کولی شی. زه په اطمینان سره وایم، چې که ولس او دولت په ګډه ددې پروژې د بریالی تطبیق لپاره لاسونه سره ورکړی، په لسګونه دا ډول اقتصادی فرصتونه به سر راپورته کړی، چې د افغانستان د ځپل شوی اقتصاد لپاره یې د بعث بعدالموت په توګه یادولی شو.
د ټاپی پروژې پایپ لاین چې د ۱۸۰۰ کیلو متره په اوږدوالی د افغانستان هرات، فراه، کندهار، کوټې او ملتان له لارې تیریږی او په هندوستان پایته رسیږی، په کال کې به ۳۳ ملیارده متره مکعبه ګاز یادو هیوادونو ته لیږدوی، په تطبیق یې ټولټال لس ملیارده ډالره لګښت راځی، یوه له سترو اقتصادی پروژو او د سیمې د ډیرو هیوادونو ارمان وو چې بلاخره په واقعیت بدل شو.
افغانانو ته د دې پروژې ګټې:
۱- لدې پروژې څخه افغان دولت د کال ۵۰۰ ملیونه د ترانزیټ خالص عاید تر لاسه کوی.
۱- په زرګونو هیوادوالو ته ددې پروژې د تطبیق په ډانه کې د کار زمینه برابریږی.
۲- افغانان لدې پایپلاین څخه په اسانۍ سره د خپلې اړتیا وړ ګاز ترلاسه کولی شی.
۳ـ ددې پروژې په تطبیق سره به په سیمه کې د یو بل په چارو کې مداخلې او تقابلی سیاست ضعیفه او په مشترکو اقتصادی ګټو به تفاهم ته زمینه برابره شی.
۴- ددې پروژې په بریالیتوب سره به نور هیوادونه هم دې ته زړه ښه کړی، چې د افغانستان له لارې د نړۍ نورو سیمو ته خپل اقتصادی نفوذ پراخ کړی، چې په حقیقت کې به افغانستان د یو اقتصادی پل حیثیت غوره کړی.
۵- لکه څنګه چې د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې ددې پروژې اهمیت په ډاګه شوی، دوی یې نه یوازې مخالفت ونکړ؛ بلکه د خپل نفوذ په ساحو کې یې ددې پروژې د ساتنې ژمنه هم وکړه، په ډاګه کوی، طالبان چې د اقتصادی پروژو دښمنان بلل کیدل، ورو ورو پدې باور پیدا کوی، چې اقتصادی ځان بساینه زمونږ د فعلی ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده او په مخالفینو کې دا ډول طرز فکر ایجادول د دایمی سولې او ثبات لپاره حیاتی ارزښت لری.
په پای کې ویلی شو، چې د ټاپی پروژې تطبیق د هیواد په اقتصادی او سیاسی تاریخ کې یوه له نه هیریدونکو پیښو څخه ده، افغانان باید د دا ډول سترو فرصتونو په قدر پوه شی، خدای مکړه که دا پروژه ناکامه شی، موږ به نه یوازې دا پروژه له لاسه ورکړو، بلکه دې ته ورته د ډیره سترو اقتصادی پروژو مخنیوی به مو کړی وی. همدا اوس ایران ټاپی ته ورته د یوې بلې پروژې کارونه چې (IPI) یې بولی د پاکستان تر پولې رسولی دی او بې صبرانه منتظر دی، چې ټاپی ناکامه کړی او له خپلې خاورې څخه هند او پاکستان ته ګاز ولیږدوی، که پخوا د نړیوالو اقتصادی بندیزونو له امله دا پروژه ممکنه نه وه؛ خو اوس چې پدې هیواد نړیوال بندیزونه پای ته رسیدلی ددې پروژې تطبیق شونی دی. افغان ولس باید په دې پوه شی، چې بخت همیشه د چا په دروازه کې نه ودریږی، د شته لاسته راوړنو قدر وکړی او په مثبتو کړنو کې په کلکه د دولت ملاتړ وکړی.
همدارنګه د دولت مخالفین هم باید نور سر ګریوان ته ښکته کړی، څه چې وشول ګټه یې زمونږ دښمنانو ته ورسیده، د روانو جګړو څخه زمونږ یوازینۍ لاسته راوړنه دا وه چې هدیرې مو تر ښارونو لویې شوې، هغه زلمیان چې پنځه وخته به په مسجد کې څنګ په څنګ په لمانځه ولاړ وو، نن د یو بل له لاسه په یوه او بل نامه په هدیره کې یو د بل تر څنګ په ابدی خوب ویده دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=47686

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *