تاپی او طالبان

  • خپرول: ۶ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: لید لوری او مقاله
  • د خبر شميره: 46963

د حوت په څلورمه نیټه د ټاپی پروژې د کار پرانیستنې ټول افغانان خوشحاله کړل او دغه خوشحالی هغه وخت لا زیاته شوه چې طالبانو هم د هغې ملاتړ وکړ.
که څه هم ځینې شنوونکی په دې اند دی چې طالبان په تیرو میاشتو کې ډیر ځبل شوی دی او له ټاپی پروژې څخه حمایت یې د ښه نیت نخښه نه ده بلکې غواړی چې فشار ورباندې کم شی. دغه راز دا خبره هم کیږی چې ټاپی پروژه کې د پاکستان ګټه هم ده او په همدې وجه طالبان ورسره مخالفت نه کوی، خو که بدبینی او منفی تبصرې بس کړو او خوشبینه واوسو نو دا هم ویلای شو چې طالبانو یو په ځای اقدام وکړ.
زموږ اکثرو یوه کمزوری دا ده چې څوک مو نه خوښېږی د هغوی هر عمل ته د شک په سترګه ګورو او منفی تبصره ورباندې کوو خو برعکس چې څوک مو خوښ وی، د هغه په تیروتنو او منفی عملونو کې هم کمالونه پیدا کوو او حکمت پکې مومو.
له ټاپی پروژې څخه د طالبانو حمایت او د بلې هرې ډلې مثبت او ګټور اقدامات باید وستایل شی. دغسې ستاینې هم د انصاف تقاضا ده او هم ملی ګټو ته د درناوی فرهنګ ورسره پیاوړی کیږی.
له کوم وخته راهیسې چې ښاغلی حکمتیار کابل ته راغلی دی او د سولې لاره یې اختیار کړې ده، ځینې کسان وینو چې هغه ته په بد ویلو نه ستومانه کیږی. دغه کسان په ظاهره د سولې او د هیواد د ثبات مخالفان نه دی او حکمتیار ته چې بد وایی، ظاهری منطق یې دا دی چې هغه ډیره موده جګړه وکړه نو ځکه ورته په قهر دی، خو دغه کسان که واقعا د وطن او وطنوالو خیر غواړی نو د هر چا د مثبتو اقداماتو قدردانی باید وکړی.
مثبت اقدام کوم پیچلی تعریف نلری. هر هغه اقدام چې د افغانستان د خلکو سر او مال ته پکې تاوان نه رسیږی او افغانستان ورسره ابادیږی، هغه مثبت اقدام دی او حمایت پې پکار دی.
طالبانو د ټاپی پروژې په حمایت سره ډیر مثبت اقدام وکړ او د وطن او وطنوالو د خیر لپاره یې یو ګام واخیست.
څو ورځې له مخه دې ډلې په هلمند کې د ښوونځیو او مدرسو د چارو د بهتری لپاره هم د معارف له ځایی چارواکو سره یو تفاهم کړی و چې مثبت اقدام و.
طالبان وایی چې دوی ځکه په جګړه بوخت دی چې په افغانستان کې د امریکا د عسکرو حضور نه منی او بل د شریعت جاری کیدل غواړی.
دا مشروع غوښتنې دی. د دنیا په لسګونو ملکونو کې امریکا یا نور ستر هیوادونه عسکر او هډې لری او په دغو ملکونو کې داسې کسان شته چې د دغو هډو او عسکرو له شتون سره مخالفت کوی مګر د مخالفت طریقه یې مشروع ده او خپلو خلکو ته په لوی لاس تاوان نه رسوی.
څو اونۍ له مخه د قطر حکومت اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د امریکا د نظامی هډو د پراخولو موافقه یې کړې ده. طبعا هغه طالبان چې په قطر کې اوسی، هغه په قطر کې هم د امریکا د عسکرو شتون نه غواړی، مګر داسې عمل نه کوی چې د امریکا د عسکرو د وتلو په پلمه قطر ورسره وران شی.
د طالبانو په روانه جګړه کې هره ورځ په لسګونو افغانان مری او زخمیان کیږی او په سلګونو او زرګونو افغانانو ته صدمه رسیږی. جنګ په ظاهره د امریکا له حضور سره دی خو د هغه کلیوال په لاره کې ماین ایښودل شوی دی چې په ټول ژوند کې یې امریکایی نه دی لیدلی. جنګ په ظاهره له امریکا سره دی خو پلونه او سړکونه د افغانستان ورکې تباه کیږی. جنګ په ظاهره له امریکا سره دی خو نهه نوی اعشاریه نه نوی فیصده پکې افغانان وژل کیږی.
طالبانو ته پکار ده چې نه یوازې د ټاپی په پروژه کې بلکې په خپلو ټولو اقداماتو کې د افغانستان د خلکو مصونیت او خیر خپل هدف وګرځوی.
که دوی د امریکا نظامی شتون ته ډیر په قهر وی، نو دا انصاف باید هم ولری چې دغه عسکر خو دوی پخپله د اسامه بن لادن په یارانه کې راوستی دی. په دې عسکرو پسې خو د افغانستان خلک نه وو تللی، بلکې دا خو د طالبانو میلمانه یعنې القاعده خېل وو چې د غومبسو ځالې ته یې لاسونه ورړل. نه تاریخی حقایق مسخ کولای شو او نه به سبا د خدای په حضور کې د دروغ ویلو امکان ولرو. حقیقت همدا دی چې امریکایان که افغانستان ته راغلل، د طالبانو د حکومت د خامو پالیسیو په نتیجه کې راغلل او دا اسامه بن لادن و چې امریکایان یې د طالبانو د حکومت په خلاف وقهرول او د طالبانو د حکومت تر سقوطه پورې حاضر نه شو چې پاکستان یا بل ملک ته واوړی.
په هر حال، د ټاپی د ملی پروژې په حمایت کې د طالبانو اعلامیه د قدر وړ ده او امید دی چې طالبان خپل ټول هغه جنګ ته یو ځل بیا کتنه وکړی چې په نتیجه کې یې صرف او صرف افغانستان تباه کیږی او د افغانستان مسلمان خلک وژل کیږی.
دلته په تلو تلو کې یو بل ټکی ته هم اشاره پکار ده. د ټاپی پروژې د خبرونو په لړ کې یو خبر دا هم وو چې د مسلح افرادو لس کسیز ګروپ چې د تاپی پروژې د تخریب لپاره په ایران کې تربیه شوی و، د ملی او اسلامی احساس په اساس، له تخریبی اقدامه صرف نظر وکړ. دغه خبر د ډیر غور وړ دی. دغو کسانو د ایران د ګټو لپاره افغانستان ته صدمه رسوله خو نوم به ورباندې د طالبانو بد وو. څو پورې چې طالب اوسنۍ بدمرغې جګړې ته ادامه ورکوی نو د ایران او پاکستان لاسونه به ازاد وی چې د افغانستان د تخریب لپاره کار وکړی ځکه داسې ډله به موجوده وی چې لاس ورباندې پاک شی.
طالب ته پکار ده چې خپل جنګ له هره اړخه وسنجوی او د اسلامی، انسانی او افغانی احساس په حکم یوه داسې فیصله وکړی د افغانستان تخریب او د افغانانو وژل پکې ادامه ونه مومی.
منور

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46963

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *