تازه جزئیات: د غزنی ښار بشپړ محاصره شو، په ښارکې  دننه ګڼ نور مرکزونه او پوستې فتحه، د استخباراتو په مرکز او محبس باندې جګړه روانه ده

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 76137
تازه جزئیات: د غزنی ښار بشپړ محاصره شو، په ښارکې  دننه ګڼ نور مرکزونه او پوستې فتحه، د استخباراتو په مرکز او محبس باندې جګړه روانه ده

د الخندق عملیاتو په لړکې د اسلامی امارت زړورو مجاهدینو د غزنی ولایت په مرکز غزنی ښار کې خپلو عملیاتو ته په خورا منظم  ډول دوام  ورکړی دی.

مجاهدینو وړمه شپه له څلورو استقامتونو څخه په نوموړی ښار پراخ او ځپونکی بریدونه پیل کړل، چې لاهم  جریان لری.

تازه ترلاسه شوی راپورونه وایی چې  نن سهارپه غزنی ښار کې د ګوډاګۍ ادارې د استخباراتو په مرکز  او محبس باندې یو ځل بیا کارنده بریدونه پیل شول.

د غزنی ښار مربوط شهباز او پیر شهباز سیمو کې د دښمن ۳ نورې پوستې هم تیره شپه  په ټولیزه توګه فتحه شوې، عسکر یې په کې ووژل شول، وسلې او مهمات یې د مجاهدینو لاس ته ولویدل.

دغه راز تیر شپه د ښار په زړه کې هم دښمن په ارامه په پرینښودل شو، مجاهدینو  د والی د دفتر په محافظتی کنډک چې د موی مبارک په کنډک شهرت لری،  کارنده او ځپونکی عملیات  ترسره کړل.

 عملیات خورا بریالی وو او په لړکې یې  نوموړی کنډک په ټولیزه توګه فتحه شو او  په اصطلاح د عامه نظم په نوم  ګڼ شمیر  پولیس مړه او ټپیان شول، چې د ډیرو جسدونه یې د نښتې په میدان پاتی دی.

په کنډک کې له دښمن څخه   ۴ عرادې رینجر موټر او په ډیره اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

خبرزیاتوی دښمن تر سخت فشار لاندې دی، قومانده یې شلیدلې، عسکر او پولیس یې له سرګردانۍ سره لاس او ګریوان دی.

 د  مجاهدینو نښه ویشتونکی ګروپونه  د ښار په نژدې ټولو نقاطو کې د خورا منظم او پیچلی تکتیک له مخې ځای په ځای شوی، چې هر ځای دښمن سر پورته کړی، په نښه کوی یې او له منځه یې وړی.

دښمن مورال له لاسه ورکړی، د جګړې له ډګره د خپلو وژل شویو جسدونه او ټپیان نه شی لیږدولای، له کابل او ولایتونوڅخه راتلونکې کومکی قواوې یې په لارو کې د مجاهدینو له بریدونو سره مخامخ دی او نه شی کولای د غزنی تر مرکز پورې راورسیږی.

په دې لړکې د دښمن هغه قوه چې د پکتیا ولایت له تندر قول څخه د غزنی په لور د حرکت په حال کې وه د ګردیز ــ زرمت ترمنځ په  لاره کې د مجاهدینو له ګڼو کمینونو سره مخ شوه، ۳  ټانکونه یې ویجاړ،۱۰ تنه عسکر یې مړه او ټپیان شول.

یاده قوه د تلفاتو په لیدلو سره بیرته په شاوتښتیده.

د تر لاسه شوی خبر په حواله  غزنی ښار ته  د کومک په هدف له کابل څخه  د دښمن هغه  لویه قوه چې لسګونه ټانګونه په کې وو، تیره شپه  د میدان وردګ ولایت  سیداباد ولسوالۍ کې د مجاهدینو د ځپونکو بریدونو ښکارشوه.

 په یادو بریدونو کې د دښمن  ۱۲ ټانکونه ویجاړ شول، ګڼ عسکر یې مړه او ټپیان شول  او نوموړې قوې د غزنی  په ځای بیرته د کابل په لور شاګرځ وکړ.

یاده دې وی، چې د غزنی  ښار په ټوله جګړه  کې تردې دمه  د ۲۰ تنه کمانډویانو په ګډون له ۲۰۰ زیات مهم افسران، عسکر، پولیس او  استخباراتی کارمندان وژل شوی، لسګونه یې ټپیان دی،  یوه نظامی چورلکه رانسکوره  او لسګونه ټانګونه او رینجر ویجاړ شوی دی.

دغه راز  له دښمن څخه ۵۵ عرادې ټانکونه او رینجر موټر نیول شوی. سلګونه میله سپکه او درنه وسله نیول شوی، په لسهاوو زره مرمۍ او مهمات تر لاسه شوی چې تیره شپه ټول محفوظو ذخایرو او ځایونوته انتقال کړل شول

۲۰۱۸/۸/۱۱

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76137

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *