بی بی سی پښتو تلویزیون هنری شېبې پیلوی

  • خپرول: ۱۰ سرطان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 23483

٢٠١٧ د جون ٢٧: د بی بی سی پښتو تلویزیون نړۍ دا وخت د هنری خبرونو او مسایلو لپاره اوونیزه خپرونه، هنری شېبې پیلوی. د ٢٠١٧ کال د جولای له لومړۍ نېټې به اوونیزه خپرونه هنری شېبې د افغانستان، پاکستان او د نړۍ له لرو بره پر هنری او ادبی مسایلو رڼا اچوی.

د بی بی سی پښتو تلویزیون مسوول ایمل پسرلى وایی: ” زموږ سیمه ژوندۍ، کم سارې او رنگارنگه کلتوری برخه لری، په افغانستان او پاکستان کې  د تلویزیون داسې خپرونې ته اړتیا وه چې دا هر څه یاد کړی او د نړۍ هغه کلتوری خبرونه هم  زموږ لیدونکو ته وړاندې شی چې له دوى سره تړاو مومی. موږ هیله لرو چې هنری شېبې به  له افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ د فلم، موسیقۍ، کتاب ، تیاتر، نندارتونونو او له هنر سره تړلیو نورو مسایلو  وروستی خبرونه  تر مینه والو او لیدونکو ورسوی.”

هنری شېبې به هره شنبهخالی  د بی بی سی پښتو تلویزیون نړۍ دا وخت په خپرونه کې خپرېږی. په دې خپرونه کې د پنجشنبې په ورځو ستاسو غږ او د جمعې په ورځ د لوبې اوونیزې ځانگړې برخې خپرېږی.

نړۍ دا وختت هره ورځ له لندنه د کابل پر وخت د ماښام په شپږ بجې د شمشاد پر تلویزون او په پاکستان کې به د ماښام په شپږ بجې او ٣٠ دقیقې د مشرق د تلویزیون له لارې خپرېږی. د شمشاد تلویزیون د نړۍ دا وخت خپرونه ماخوستن ١١ بجې او ٣٠ دقیقې تکرار هم خپروی. د بی بی سی پښتو تلویزیون نړۍ دا وخت د بی بی سی پښتو یوټیوب کانال او د بی بی سی پښتو وېبپاڼې  له لارې هم خپریږی.

د بی بی سی پښتو مطالب په افغانستان، پاکستان او نوره نړۍ کې هره اوونۍ نژدې ۷ میلیونو کسانو ته رسېږی. د بی بی سی پښتو فیسبوک پاڼه له ۲.۸ مېلیونو (جون ۲۰۱۷) زیات مینه وال لری چې پاڼه یې خوښه کړې. د بی بی سی پښتو فیسبوک پاڼه له ۲.۸ مېلیونو (جون ۲۰۱۷) زیات مینه وال لری چې پاڼه یې خوښه کړې. بی بی سی پښتو پر ټوېټر، ګوګل پلس، یوټیوب، انسټاګرام او ساونډ کلاوډ هم پاڼې لری.

سرچینه: د بی بی سی د نړیوالو مخاطبانو اندازه ۲۰۱۷

اړوند مطالب


د بی بی سی پښتو تلویزیون د لوبو خپرونه پیلوی


پښتو هنری نثر، له حبیبی تر رحمانی/ عبدالهادی هادی


شېر بچی پښتو هنری فلم


پر ژوندون تلویزیون د برید په اړه د افغان ملی غورځنګ اعلامیه

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=23483

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




+ 69 = 79