بیان، ښکلا او پېچلتیا / ګل رحمن رحمانی

  • خپرول: ۲ ثور ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 18974

بیان د ادبی فنونو مهمه برخه ده چې له څلورو څانګو (تشبېه، استعارې، کنایې او مجاز) څخه بحث کوی.

که څه هم تشبېه  ګڼ ډولونه لری او ښایی تر درېیو نورو څانګو(استعاره، کنایه، مجاز) ساده وی او هر څوک  پرې په اسانه پوه شی، خو د استعارې او تشبېه، بیا په ځانګړی ډول د استعارې، کنایې او مجاز ترمنځ توپیر او تفکیک یو څه ګران وی، ځکه چې د ټولو ترمنځ د حقیقی او مجازی ماناګانو خبره مطرح ده.

د لوستونکی ذهن ډېر ځله موخه نه شی موندلى، یا د حقیقی او غیر حقیقی مانا ترمنځ مطلوب ټکی ته نه رسېږی، همدا ټکى ښکلا او پېچلتیا ښکلا رامنځته کوی، غواړم چې دلته یې پر ځینو پېژندویه ځانګړتیاوو، لنډې خبرې وکړم.

تشبېه د یوه ګد صفت له مخې یو څه د بل څه سره ورته ګڼلو ته وایی.

استعاره د پور اخیستلو په مانا ده، د تشبېه لنډې بڼې ته ویل کېږی، اصطلاحا دې ته وایی کله چې یوه کلمه د غیر حقیقی مانا له پاره وضع شی.

که ووایو چې “وطن د جنت په څېر ښکلى دى.” دلته وطن له جنت سره تشبېه شوى دى چې مشبه(وطن)، مشبه به(جنت)، د تشېبه تورى(څېر) او مشترکه وجه یا صفت لری، خو که ووایو چې “وطن جنت دى”

دلته په لنډ ډول همغه خبره شوې ده، خو تشبېه نه ده، پورتنۍ یادې شوې  بشپړې ځانګړتیاوې نه لری، ځکه ورته استعاره ویل کېږی.

دوو نرګسو کې مې ونغاړه لمر مخې

سراسر به شنه وږمه د بیابان شم

په پورتنی بیت کې جوړه یا دوه نرګس ګلان د سترګو له پاره استعاره ده، تشېبه ځکه نه ده چې خپل تشبهی ارکان( مشبه، مشبه به، د تشبېه تورى، وجه شبهه او د تشبېه غرض نه لری.

ارسطو په خپل کتاب( بوطیقا) کې د استعارې په اړه وایی: د ښکلو استعارو کښنه د هر چا له وسې وتلې خبره ده، هېڅوک نشی کولی چې د نوو او نادرو استعارو تخلیق کول له چا نه زده کړی، دا د انسان په فطری استعدادونو پورې تړاو لری.

د مجاز لغوی مانا تېرى ښودل شوې، اصطلاحا  د حقیقی مانا پرځاى د غیر حقیقی مانا کارولو ته وایی. د مجاز مهمه ځانګړتیا مناسبت وی چې علاقه ورته وایی، خو استعاره کې ورته والى وی چې د مشابهت علاقه ورته وایی. کله کله د مرسل مجاز اصطلاح هم ورته کارول کېږی چې له یادې شوې مانا نه د پراخه او ازاد په مانا راځی.

تربور ته یې په سخته کې لاس ورکړ.

هر وخت یې له بېوزلو لاس نیوى کړى

په لوى لاس یې ځان خراب کړ

دلته د لاس ورکولو نه موخه مرسته ده، د مرستې د عمل بیان په مجاز سره ښودل شوى دى، خو د مرستې مانا رسوی چې په ظاهری مانا سره یې مفهوم نه رسېږی. په همدې ډول لوى لاس د قصدی عمل مفهوم رسوی.

وروستۍ برخه یې هم کنایه ده، کنایه پټې خبرې ته وایی او په اصطلاح کې د حقیقی مانا پر ځاى د غیر حقیقی  مانا وضع کولو ته وایی چې هم حقیقی او هم مجازی مانا ترې مطلب وی.

زه هم څه اوبو نه یم راوړى.

وېښته یې لمر ته نه دی سپین کړی.

په پورتنیو دواړو جملو کې لومړى د قوم، کورنۍ، کسانو او په ټولیز ډول د ملاتړو درلودو کنایه ده او دویم کې د یوه شخص پراخه تجربه لرل د کنایې په بڼه ښودل کېږی. له مجاز سره یې یو توپیر دادى چې دلته دواړه ماناوې( حقیقی اوغیرحقیقی) مطرح وی، خو په مجاز کې یوه مانا ارزښت لری.

له منطقی اړخه هره کنایه استعاره ده، خو هره استعاره کنایه نه ده، په استعاره کې لفظ صراحت لری، خو په کنایه کې صرېح(ښکاره) نه وی.

په کنایه کې داسې قرینه چې د حقیقی مانا خنډ وګرځی؛ نه شته، له مجاز او استعارې سره د کنایې توپیر په دې کې دى چې کنایه کې د اصلی مانا اراده ممکنه ده، خو په مجاز او استعاره کې بیا د اصلی مانا اراده امکان نه لری.

په ټوله کې کنایه هم یو ډول مجاز دى چې ابهام هم لری، د کنایې دا ځانګړتیا ددې سبب ګرځی چې د مجاز او استعارې په پرتله ډېر لمس شی، ځکه چې حقیقی مانا یې هم سمه او د منلو ده. دا چې د کنایی مانا درک هم غور او تیز ذهن یا هوش ته اړتیا لری، کلام ته لطافت بښی، عادی کلام ته رنګینه، شعری او خیال پاروونکې بڼه ورکوی.

د بیان علم زده کړه او ورسره اشنایی  شاعر او ادیب ته ځواک ورکوی چې خپلې خبرې په پوره اغېز او ښکلا سره وړاندې کړی، یوه خبره په څو بڼو او ښکلی انداز سره تر خپل مخاطب پورې ورسوی، خپل هنری او ژبنیز مهارت وښیی، د کنایې، مجاز او استعارې موخه داده چې شاعر د نوو ماناګانو، تعبیرونو  او ښکلاوو په خزانه واړوی.

پر بیان سربېره په ټوله کې زموږ د ادبی فنونو د اوسنیو کتابونو یوه ستونزه داده چې د معاصرې شاعرۍ بېلګې نه لری، په اکثریت کتابونو کې د پښتو کلاسیکې شاعرۍ تکراری بېلګې راوړل شوې، په داسې حال کې چې معاصره شاعری په ځانګړی ډول د ځوانو شاعرانو شعرونه په دې برخه کې ښکلې بېلګې لری.

دلته ممکن یوه ستونزه دا وی چې په کلاسیکه شاعرۍ کې ډېر ځله د فورم او ادبی صنایعو له پاره شاعری شوې ده، خو اوسنۍ شاعری تر ډېره فطری ده، فورم او ادبی صنایع په پام کې نه نیسی چې دې کار شاعر ته ازادی او شعر ته ښکلا ورکړې ده.

اړوند مطالب


تشبیه او استعاره/ ګل رحمن رحمانی


ادبیات او ښکلا پېژندنه/ ګل رحمن رحمانی


پټه ښکلا/ ګل رحمن رحمانی


ښکلا او ملنګ/ ګل رحمن رحمانی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=18974

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *