بکارت او د نارینه نرۍ تناسلی اله/ ډاکټر سباوون

  • خپرول: ۱۰ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 1893

په وروستیو کې په ننګرهار کې یوه زورواک یوه نجلۍ په دې خاطر چې ګواکی باکره نه ده د خپل پلار کور ته ولېږله او د هغې خور یې په زور راوسته.

د یوه لوستونکی پوښتنې ته د ډاکتر سباوون په ځواب کې د باکره توب موضوع تشریح شوې ده.

———————————–

سلامونه او نیکی هیلی ډاکټر صاحب صباوون او د تاند ټولو کار کوونکو ته وایم

زما نوم جان دی او له هرات څخه درته ایمیل کوم زما د ډاکټر صاحب سباوؤن نه یو دوه پوښتنی دی ګرانه ډاکټر صاحب زما د واده یو څو شپی کیږی او د مقاربت په وخت کی وینه را نغله چی د جینی بکارت ثابت شی بیا ما تا چا وویل چی که چیری د هلک د تناسلې آلی قطر کم یعنی نری وی او یه هم ښځه ښه صحت مند او چاغ اندام ولری نو کیدای شی چی وینه را نه شی آیه دا رښتیا دی او یا د مقاربت نه پس پرده جو‌‌‌ړه پاتی کیدای شی. بله پوښتنه دا چی د انزال کیدو نه پس که د یو څو دقیقو لپاره تناسلی آله په داخل کی پاتی شی د دی لپاره چی اوبه بیرتا را و نه وځی څه نقصان خو با نه کوی. ډاکټر صاحب که دا پوښتنی مو را ته زر جواب کړی ډیره مننه به مو وی زه ډیر په تشویش کی یم هڅی نه چی کوم غلط قدم رانه پورته شی.

ستاسو د جواب په تما او هیله

جان د هرات څخه

ځواب قدرمنه جانه وروره له دویمې پوښتنې به درته ځواب درکړم له انزاله وروسته که د تناسلی اله په مهبل کې پاتې شی هیڅ فرق نه کوی خو یوازې د اوبو د پاتې کیدا لپاره که تناسلی اله هلته پریږدې څه خاصه ګټه نه لری اوبه که لږ بهر ته رواځی هم نو تاوان نه لری د سپرم دالقاح لپاره په میلیونونو سپرمونو کې یوازې یو پکار دی او که کومه بله ستونزه نه وی دغه یو سپرم ځان هګۍ ته رسولی شی .

د بکارت په هکله به په تفصیل درته درته ولیکم هیله ده پوښتنه دې ځواب شی :

د بکارت پرده چې په لاتینی ژبه کې ېې Hymen بولی د یونانیانو او د پخوانیورومیانو په فرهنګ کې د واده په نامه د یوې الهې له نومه اخیستل شوی دی خو زموږ په فرهنګ کې د یوې پیغلې د باکره پاتې کیدا نښه ده. زه دلته نه غواړم د دې مسلې فرهنګی او مذهبی اړخونه بیان کړم خو د قدرمن ورور پوښتنه په دې ډول ده چې باید په یو ډول هغه هم ځواب شی په ټوله نړۍ او ګڼو تمدنونو کې دې ته مسلې د عفت او پاکۍ په سترګه ګوری او د ټول عمر اعتبار او حیثیت ورسره تړلی وی.

د بکارت پرده د رګونو درلودونکې پرده ده چې د مهبل یا وجینا له خولې لږ دننه خواته پرته ده په دې ډول چې مهبل ته د نارینه دتناسلی آلې یا بل هر شی په ننوتو سره شلیږی او که روغه وی د یوې پیغلې د باکره والی نښه ګڼل کیږی خو دغه خبره باید هیره نه کړو چې د دې چارې تشخیص یوازې ډاکټر په جنیټیکې معاینې سره کولای شی .

د بکارت پرده یوه بشپړه پرده نه ده بلکې په منځ کې یو سوری لری چې د میاشتنی عادت وینه له هغه ځایه بهر ته ووځی دلته دغه خبره هم باید وکړو چې کله د دې پردې له شکیدلو پرته هم ممکنه ده یوه نجلۍ حامله شی او هغه په دې ډول چې که منی د مهبل په خولې کې تویې شی او سپرم له دې چې حرکت لری نو ممکنه ده ځان رحم او هلته موجودې هګۍ ته ورسوی په دې ډول به دغه پیغله له دې پرته چې بکارت ته ېې کوم تاوان رسیدلی وی حامله شی .

د بکارت پرده څو ډولونه لری چې که ېې دلته ډولونه بیان کړو ښه به وی او ښایی د ډیرو پوښتنو ځواب هم ورته پیدا شی:

۱ ـ له سوری پرته د بکارت پرده .

۲ـ مثلثی ډوله بکارت .

۳ـ حلقوی یا د کړۍ په شان دبکارت پرده .

۴ـ هلالی ډول .

۵ـ د غلبیل په شان سورۍ سورۍ بکارت .

۶ـ  دوه ټوټې بکارت او یا د دوژبو په شان بکارت .

۷ـ غاښ درلودونکی بکارت .

۸ـ یا دا چې په ځینو نجونو کې په طبیعی ډول اصلا بکارت موجود نه وی.

۹ـ ډیره کلکه او مذبوته بکارت پرده چې  د نارینه دالت په دخول سره ممکنه ده ونه شلیږی او ډیره ځله باید د یو ډاکټر په وسیله وشلیږی.

ځینې وخت ممکنه ده بکارت بیخې سوری ونه لری دغه ستونزه ښایی ترپیغلتوب پورې هیڅ نښه ونه لری خو له هغه وروسته چې نجلۍ پیلغه شی نو له میاشتی عادته وروسته موجوده وینه او ترشحات له رحمه دوتلو لار نه شی پیدا کولی نو په دې ډول  په رحم کې دوینې او د نوورو ترشحاتو دټولیدا له امله درد او ستونزه پیدا کیږی چې په دې حالت کې باید دبکارت پرده په داسې ډول سورۍ شی ډیر ځله دغه عملیات په ظرافت سره ترسره کیږی اوهڅه کیږیچې بکارت ته کوم تاوان ونه رسیږی او دمیاشتی مریضۍ دوینې لپاره هم یوه لاره پیدا شی .

په پنځوس او شپیته فیصده نجونو کې دبکارت ډول مثلثی دی خو دکړۍ او حلقې په شان بکارت ډیرځله ستونزې پیدا کوی حلقوی بکارت دوه ډوله وی یو ډول ېې د کشک په شان ربړی یا ارتجاعی خاصیت لری او بل ډول ېې ربړی خاصیت نه لری هغه چې ربړی خاصیت نه لری په لومړنی دخول سره شلیږی البته دغه ډول ډیر سخت درد لری او ممکنه ده خونریزی ېې هم څو ورځې دوام وکړی البته نور ډولونه ېې هم شته چې نجلۍ ترې زیات درد نه احساسوی خو هغه حلقوی ډول چې د ربړ په شان وی ممکنه ده په لومړنی دخول سره ونه شلیږی او د میړه لپاره ښایی دا تصور پیدا شی چې میرمن ېې باکره نه ده په داسې حال کې چې ښایی بکارت ېې حلقوی ربړی ډول ولری نو دا احتمال هم شته چې ددغه ورور دمیرمنې بکارت هم همدا ډول وی .

زموږ په ټولنه کې ډیرې داسې خبرې کیږی چې له طبی پلوه ښایی سمې نه وی د مثال په توګه ویل کیږی چې د بکارت د شکولو لپاره باید سخت دخول ترسره شی اویا دا چې باید له سخت درد سره یو ځای وی ځینې وخت د همدغو غلطو رواجونو له امله خاوند داسې په سختۍ سره دخول ترسره کوی چې د میرمنې په تناسلی برخه کې ممکنه ده زخم او نورې ستونزې پیدا کړی او په دې ډول ښایی له لومړنۍ شپې ناسمې خاطرې هم په ذهن کې پاتې شی .

له دې چې دغه پرده دوینې رګونه لری نو دشلیدو په وخت ېې وینه بهیږی دغه رګونه ډیر نازک وی خو په ځینو میرمنو کې دغه رګونه ډیر کم وی له دې کبله کله چې دخول ترسره کیږی ممکنه ده وینه احساس نه شی نو په دې ډول ویلی شو که په لومړنۍ جماع سره وینه ونه لیدل شوه په دې معنی نه ده چې میرمن مو باکره نه ده ښایی داسې بکارت ولری چې رګونه ېې کم او په دې ډول ېې وینه هم کمه وی.

له دې چې زموږ په ټولنه کې دې مسلې ته ډیر اهمیت ورکول کیږی نو غوره ده قدرمنې خویندې هم متوجه وی ځکه چې ډیر ځله په ډیر لږ بې احتیاطۍ سره ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوی دمثال په توګه دمهبل بې ځایه کشول ، ځان په خپله ارضا کول ،دځینو ډاکټرانو له لوری ناسمه معاینه ممکنه ده پردې ته تاوان ورسوی او په دې ډول یوه باعفته پیغله له یوې بدنامۍ سره مخامخ کړی نو میندې او پلرونه باید په دې برخه کې خپلو لوڼو ته لازمې لارښونې وکړی .

البته ځینې میندې اوپلرونه له حده زیات دخپلو لوڼو په هکله اندیښمن وی او هغوی ډیر جسمی فعالیت ته نه پریږدی مثلا ځینې کسان تصور کوی چې له لوړځایه ټوپ وهل ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوی او یا دیوه درانه شی پورته کول هم ممکنه ده ستونزه پیدا کړی خو دغه فعالیتونه هیڅ ستونزه نه پیدا کوی البته په ځینو مسلو کې چې مستقیما له پردې سره تماس ممکنه دی ښایی پردې ته تاوان ورسیږی .

په ټول کې ویلی شو چې دبکارت دپردې په هکله قطعی تشخیص یوازې د ډاکټر کار دی او ډیر ځله ممکنه ده میړونه او په خپله میرمنې له تیروتنې سره مخامخ او په دې ډول خپل ژوند تریخ کړی البته اعتماد او باور هغه شی چې د دواړو لورو ترمنځ باید موجود وی او دغه چاره له بکارته هم اړین دی .

اړوند مطالب


بکارت او د نارینه نرۍ تناسلی اله / ډاکټر سباوون


په نارینه وو کې د سپرم ستونزه/ د ډاکټر سباوون ځواب


ډاکټرانو په لومړی ځل د یو نارینه تناسلی آله بل نارینه ته ولګوله


د ناروغۍ په تشخیص کې د ډاکټر او ناروغ دندې/ ډاکټر سباوون

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=1893

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *