بواسیر څه ډول ناروغی ده؟ لاملونه او درملنه!

  • خپرول: ۲ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 50085

بواسیر د مقعد یا د لوېې کولمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب، لوېیدل او کله کله سوری کېدل دی چې د وینې د بهیدو لامل ګرځی، په عام ډول دغه رگونه د فاضله موادو خارجولو دنده پر غاړه لری، خو که چېرې دغه رگونه د فشار یا بل څه لامله وپړسېږی او یا وینه غونډه شی نو انسان له جدی ستونزو سره مخ کوی.

بواسیر ناروغی داسې بڼه هم لری چې په سترګو نه لېدل کیږی او نه هم دردونه لری خو د انسان په داخل کې شتون لری چې د فاضله موادو پر وخت خارجیږی او تیز نیلی رنګ ته ورته رنګ لری.

ددې ناروغۍ دوه ډوله دی، چې خارجی او داخلی (خونی او بادی) ورته ویل کیږی، که د مقعد په داخل کې وی داخلی ډول او که د مقعد وروستۍ برخه کې وی نو خارجی ویل کیږی، داخلی یا بادی یې درد هم کم لری او په سترګو هم نه لېدل کیږی خو خارجی یا خونی یې بیا دردونه هم لری او د فاضله موادو د وتلو پر مهال وینه هم ځی، د لندن په یوه دولتی روغتون کې یوه مشهور جراحی ډاکټر «نیک ویسټ» وایی: په داسې وخت کې عاجل ډاکټر ته رجوع کول پکار دی، ځکه چې دا د پټ بواسیر نه ډېر خطرناک دی.

په دغه ناروغۍ ښځې او نارینه ټول اخته کېدی شی، خو د ۴۵ نه تر ۵۰ یا تر دې زیات عمره کسان پرې ډیر اخته کیږی.

د ناروغۍ درجې او نښې په لاندې ډول دی:

تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوزیدنه، د وړې پوکاڼۍ په شکل فاضله موادو کولو نه وروسته د مقعد داخل کې وی، خو پخپل ځای پاتې وی.

تشناب ته د تلو پر مهال د وینې بهیدنه یا موجودیت، د ضرورت پوره کولو نه وروسته د مقعد څخه بهر راوځی، په دې کې غونډه شوې وینه خارجیږی خو بیرته خپل ځای ته پخپله ځی.

په مقعد کې  د یوې کتلې یا دانې را منځته کېدل، دا درجه یا نښه دویمې درجې ته ورته ده، خو هغه پوکاڼۍ شکله شی چې د مقعد څخه بهر راوځی، د ګوتې په واسطه ننویستلو ته اړتیا لری، خو که مونږ په دغه وخت کې د ګوتې استعمال ونکړو، پوکاڼۍ د مقعد څخه بهر پاتې کیږی.

د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب، دا تر ټولو خطرناکه درجه یا نښه ده، او اکثره د مقعد دننه عملیاتو ته اړتیا لری، کوم چې د مقعد دننه یې ستونزه پیدا کړې وی.

د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه

بواسیر مختلف لاملونه لری، د ډاکټر«نیک ویسټ» په وینا، د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه د فاضله موادو د وتلو پر وخت زور یا فشار راوستل دی، په تېره چې بیا انسان چاغ هم وی نو د مقعد په رګونو یې فشار زیاتیږی او د بواسیر لامل جوړیږی.

روزانه د اوږدې مودې لپاره کېناستل (په ځانګړی ډول د پښو په سر کېناستل پر رګونو فشار راولی) یا ودرېدل، د ښځو امیدواری او د مقعد ځای سوزېدل (دغه نښه یې تر ټولو چټکه او ښکاره نښه ده چې ژر ترې د بواسیر ناروغی هم څرګندیږی).

سربېره پر دې داسې ناروغۍ چې د بواسیر لامل جوړیږی او یا هم ددې ناروغۍ رامنځته کېدو کې مرسته کوی، اوږدمهاله ټوخی، اوږدمهاله نس ناستې ناروغی او یا هم داسې میراثی ناروغی چې د بدن په داخل کې وی، شاملې دی.

د بواسیر ناروغۍ درملنه:

باید داسې کارونه وکړل شی چې د ناروغۍ مخنیوی کې مرسته وکړی، ددې لپاره لاندې نسخې عملی کړئ:

تشناب کې د ډکو متیازو لپاره په ارامه کښینئ، او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ، همدا ډول ډېر وخت مه تېروئ، تشناب ته د ژر ژر تلو لپاره زړه ښه کړئ خو په یو وار ډېر وخت مه تېروئ.

په خوراکونو کې د فایبر کچه زیاته کړئ، په اصطلاح د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ، همدا ډول د ګرم خوراکونو څخه ځان وساتئ (خو باید وویل شی چې ګرم خوراکونه پر هر چا بد اغیز نه کوی).

په مناسبه اندازه پیدل تګ وکړئ (د ورځې په اږدو کې د نیم ساعت په اندازه)، له اندازې ډېر پیدل تګ هم د بواسیر لامل جوړیږی.

زیاتې اوبه وڅښئ، ډیرې اوبه څکل هیڅ ډول تاوان نه رسوی، نو د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوه نیم لیتره اوبه وڅکئ، او همدا ډول د سګریټو له څکلو څخه هم ځان وساتئ.

همدا راز ددې ناروغۍ پر وخت د درد کمولو لپاره باید لاندې لارې غوره کړل شی:

د درد کمولو لپاره استراحت، د درد انتی بیتیک او د رګونو یو ډول (منقبضوونکی) کریمونه استعمال کړئ.

په ګرمو اوبو کې یو شېبه کښیناستل هم د درد ارامولو لپاره غوره بېلګه ده، سربېره پر دې د نظافت مراعات کول تر ټول اړین دی، چې د تشناب کولو نه وروسته مقعد په پاکو اوبو په نرمښت سره پریمنځل شی.

په لومړی سر کې خو د بواسیر ناروغی په پورته ذکر شوو شیانو له منځه ځی خو که چیرې دغه ناروغی په بده واوړی او یا دردونکی شی بیا یې درملنه اړینه ده، که چیرې په پورته ذکر شوې درملنه کې ناغیړی وشی د ناروغۍ بېرته راګرځېدو امکان هم ډېر وی، او آن چې د عملیاتو وروسته هم ددې د راګرځېدو امکان شته خو که چیرې ناغیړی وشی.

همدا ډول ډاکټران اکثره د بواسیر نوعیت معلومولو څخه وروسته د جراحی عملیاتو پرېکړه کوی، او ددې لپاره ډاکټرانو ډول ډول عملیات د بواسیرو لپاره وړاندې کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50085

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *