بهرنیو عسکرو د تېلو ټانکر سوځولی او چلوونکی یې وژلی

  • خپرول: ۲۴ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: افغان ولس
  • د خبر شميره: 130515

بهرنیو عسکرو د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې د تېلو یو ټانکر سوځولی او موټر چلوونکی یې وژلی دی.

د بګرام ولسوالۍ امنیتی چارواکو د پېښې پخلی کړی دی.

د بګرام امنیه قومندان عبدالرقیب کوهستای ویلی، دا پېښه تېره شپه د بګرام په پنج قلعه سیمه کې رامنځته شوې ده

امنیه قومندان زیاته کړې، چې ټانکر چلوونکی غوښتل، د بهرنیو عسکرو له کتاره مخکې شی او د بهرنیانو له لوری د درېدو غږ ته یې پاملرنه نه ده کړې.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.

دا لومړی ځل نه دی، چې بهرنی عسکر د سړک پر غاړه د ملکی خلکو موټر په نښه کوی، بلکې له تېرو اتلسو کلونو دا ډول پېښې ډېرې رامنځته کیږی.

په عامه توګه کله، چې بهرنی عسکر پر کومه لاره تېریږی، افغانانو ته اجازه نه ورکوی، چې د بهرنیانو له کتاره مخکې شی او یا یې هم څنګ ته ولاړ شی او که کوم افغان د ناټو عسکرو له کتاره د مخکې کېدو هڅه کوی، د هغوی له لوری پرې ډزې کیږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=130515

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *