بنی اسراییل پښتانه ورک شوی ورونه بولی

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 46419


Fb-Button

ژباړن او راټولونکی: خالد سمیر

اسراییلی لیکوال بروچ کوګان لیکی، یهودان په منځنی ختیځ کې ځانونه یواځې احساسوی، خو یو څه شته چې دغه ذهنیت بدلولای شی.

 یهودان به دغې پوښتنې ته څنګه ځواب ورکوی چې د اسراییلو تبعید شوی لس قومونه په افغانستان او پاکستان کې دی.

د آی ټرایب په نامه یو سازمان په وروستۍ ټولپوښتنه کې تقریباً سل پښتانه پوښتلی دی. ډېری پښتنو ځواب ورکړی چې نیکونو یې ورته ویلی دوی بنی اسراییل دی.

کوګان لیکی، پښتانه د افغانستان او پاکستان په غرونو کې له زرګونو کلونو راهېسې میشت دی، سره له دې چې پښتانه مسلمانان دی، خو دوی بیا هم د پښتونولۍ په نامه قانون کې ژوند تېروی، هغه قانون چې د موسایی قانون سره ورته والی لری.

دی وایی، کله چې پښتونولی له قران سره په ټکر کې راشی، نو پښتانه د پښتونولۍ پیروی کوی، د بېلګې په ډول، مسلمانانو ته اجازه ورکړل شوې چې د اوښ غوښه وخوری، خو ډېری پښتانه دغه غوښه نه خوری.

ځینې پښتنی دودونه چې د مسلمانانو په منځ کې عام نه دی، خو په یهودیت کې ریښې لری، لکه په اتمه ورځ د ماشوم ختنه یا سنتول، د جمعې په شپه د شمعو لګول، د ورور کونډې سره نکاح او داسې نور.

د پښتنو سترو قومونو کې روبینی، ګاړی، اشوری، افریدی، شینواری، لېونی او یوسفزی هم شته چې له یهودی قومونو سره یې نومونه ورته والی لری، لکه روین، ګاړ، اشر، افریم، شیمن او یوسف.

د افغانستان شاهی کورنۍ اصلیت د پاچا بنیامین کورنۍ ته ورګرځی.

دا نوی حقیقتونه نه دی، په تورات کې یادونه شوې چې د منځنی ختیځ  د اوسېدونکو(Assyrians)  ورک شوی قومونه ‘’ګوزن’’ کې میشت دی، ګوزن په افغانستان کې د آمو سیند نوم دی. دغه سیند د راو سا ادیه ګاون په نامه هم پېژندل کېږی .

په منځنیو پېړیو کې افغانستان ته د تللو یهودانو په لیکنو کې پښتانه په اصل کې یهودان بلل شوی دی .

په وروستیو کې موږ ته انټرنېت دغه اسانتیا رابخښلې چې پښتنو سره په مستقیم ډول اړیکې ونیسو او په اړه یې تحقیق وکړو.

کله چې د پښتنو او اسراییلو د اړیکو په اړه خبرې کېږی، نو خلک حیرانېږی. دوی دوه مهمې پوښتنې کوی: لومړی، ایا افغانان سختدریځی اسلامی ترهګر نه دی؟ دویم، که چېرې دوی له ورکو شویو یهودو قومونو څخه وی، نو دا (سختدریځی) څه مانا؟ دا اوس څه روان دی؟

د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې یو له اساسی مسلو چې د پښتنو کلتور ورسره لاس او ګرېوان دی؛ سختدریځی اسلام دی.
پښتنو ته سختدریځی اسلام له ایران او عربستانه منشاء اخلی. یو شمېر پښتانه قومی مشران وېره لری چې څو نسلونه وروسته به د وهابی او نورو بنسټپالو مسلمانانو د هدف ګرځېدو له امله پښتون قوم نه اوسی، ځکه چې دوی (سختدریځی) غواړی اسراییلی ریښه یې ورته ختمه کړی.

یو شمېر مشرانو سره موږ په اړیکه کې یو، هغوی کار کوی چې خپلو کورنیو ته د رښتینی اصلیت په اړه روزنه ورکړی او بېرته یې له یهودو سره یو ځای کړی .

تر اوسه چې څه پېښ شوی، ډېر ساده ځواب لری. که چېرې له یو چا څخه په ماشومتوب کې ورور ورک شی او ډېر کلونه وروسته یې پیدا کړی، نو لومړی دا خبرې نه کوی چې موږ څو، څو په ورځ کې لمونځونه کړی، بلکې دوی د یو بل خوشبختی او سلامتی غواړی او هڅه کوی چې له یو بل سره مرسته وکړی.

اسراییل په پوځی ټکنالوژۍ، ثبات او درملو برخه کې د نړۍ رهبر دی او څرنګه چې پښتانه زموږ ورک شوی ورونه دی، نو خپل تخصص په مرسته به د دوی حالت ښه کړو.

موږ دغه بهیر روان کړی، د نوې ټکنالوژۍ په وسیله پښتنو او اسراییلو خبرې پیل کړی. په بېلابېلو برخو کې د پښتنو او یهودو تر منځ اړیکې نیول کېږی، لکه په فیسبوک کې.

د آی ټرایب په نامه زموږ سازمان د پښتنو په شمول د ورکو شویو قومونو په اړه کار کوی او غواړی چې د یهودو د تبعید شویو قومونو تر منځ د اړیکو پلونه جوړ کړی .

خو پښتنو تاریخپوهانو او مستشرقینو د پښتنو د اصل او نسب په اړه بېلابېل نظریات ورکړی دی. مشهور مسـتشرق او پښـتو پېژندونکی (راورټی) وایی: (د هېڅ قوم د اصل او نسب په اړه د نظریاتو اختلاف دومره نه شته، لکه د افغانانو د اصل او نسب په باره کې چې شته).

پښتانه اریایان او د اریانا (اوسنی افغانستان) اصلی اوسېدونکی دی.

 د پرتلیزې ژبپوهنې له مخې د پښتو ژبې په اړه ویلای شو چې دغه ژبه د لغاتو د جوړښتونو او ګرامر له مخې یوه غنی او په دغې سیمه کې یوه بشپړه لرغونې ژوندۍ ژبه ده. که څه هم ځینو غیراکاډمیکو لیکونکو ویلی چې پښتو ژبه په عربی ژبې پورې اړه لری او له دې امله پښــتانه هم د بنی اسراییلو له قوم څخه دی. مګر د ژبپوهنې او نړیوال اکاډمیک تاریخ له نظره دا ټول روایتونه افسانې دی او کوم ارزښت نه لری، ځکه عربی یوه بېله ژبه ده چې د عبرانی ژبو سره یې اړیکې شـته او په سامی نژادو خلکو کې کارول کېږی چې ویونکی یې په جغرافیایی لحاظ یو څه بېل او لرې د منځنی ختیځ خلک دی، خو پښـتو یوه معتبره آریایی ژبه ده چې سانسکریټ هم ددغې (آریایی) کورنۍ څخه ده. دا چې پښتو، فارسی، سانسکریټ، اوستاـ هندی او داسې نورې هندو اروپایی ژبې د یوې ونې بېلابېل ښاخونه دی او پښـتانه هم د نړیوالو منل شویو تاریخی آثارو له مخې آریایان دی او د یوه نومیالی آریایی قوم په حیث د نړۍ پر مخ په خپل لرغونی استوګنځی کې اوسېږی. د ادبیاتو او ژبپوهنې د علم پر بنسټ همدا اوس هم په پښتو، فارسی، بلوڅی، حتا اورمړی ژبو د هغو لرغونو آریایی ژبو اغېزې شته دی نو په دې اساس یادې ژبې اریایې دی. آریانا ته یو وخت کې اریانا ویجه ویل کېدله. آریایان د تاریخ په اوږدو کې ډیر نومیالی خلک پاتې شوی چې درانه، ښاغلی، اصیل او نجیب خلک هم ورته وایی. د (آر) کلمه تر اوسه په پښـتو ژبه کې شتون لری چې د اصل په معنا سره کارول کیږی، لکه د پښتو په یوه کلاسیک شعر کې راځی(دی له آره لوی ولی و)یانې له اصله لوی ولی و او ورته نورې بېلګې.

یونانی تاریخپوه هېروډتس بیا د پښتنو په اړه له میلاد (۴۰۰) کلونه پخوا یادونه کړې ده، هغه لیکی: ( هغه خلک چې په پکتیا یا پکتیکا کې اوسېږی، هغه غښتلی، زړور، مېلمه پالونکی او توریالی خلک دی چې د څرمنې لباسونه اغوندی او اوږدې ږیرې پرېږدی.) هیروډتس زیاتوی: (داریوش دوه تنه د دې خبرې د مالومولو لپاره وګومارل چې اباسیند چېرته په سمندر ور ګډېږی؟ دغو دوو تنو خپل کار د کسپتیروس له ښاره او د پکتیکا له هېواده پیل کړ.)

 همدا راز هیروډتس په خپلو لیکنو کې د (اباروتی) کلمه راوړې چې له (اپریدو) سره چې په پښتنو کې دیوې سترې قبیلې نوم دی سمون خوری او معروف نارویژن ژبپوهاند پروفیسورمارګنسټرن هم وایی چې په غږیز لحاظ ممکنه ده چې(اپاروتی) او (اپریدی) سره یو ډول وی .
دا چې پښتو یوه اریایی ژبه ده او له سانګریت او فارسی ژبو سره اړیکې لری، بېلګې یې وړاندې کوم.

پښتو……….. سانسکریت…….. فارسی

سالو……………سالو…….. چادرسرخ زنانه

پتنګ…………..پتنګ…….. پروانه

سنګار………….سنګار……… آرایش

 تالو……………تالو………….کام

سنګر……….. سنګر………. کمین

 کلال…………کلال……… کلال

رسۍ………… رسی……..ریسمان

 جنجال……… جنجال……. جنجال

یو لامل یې دا دی چې پښتانه خپل دین ته ډېر وفادار خلک دی او په هېڅ ډول له غیر مسلمانونو سره جوړېږی، نو یهود غواړی چې پر ځان یې رامات کړی. 

اړوند مطالب


محافظه کار پښتانه مشران/ “س” ستانیزی


د پېښور د کنفرانس برخوالو وویل، تروریزم پښتانه زیات کړولی


خیالی پښتانه/ عزیز خان هوتک


په لاهور پوهنتون کې پنجابیانو پښتانه محصلین وډبول

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=46419

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *