بنګلور ښار کې د افغانستان او هند ترمنځ د ټیسټ لوبې پیل

  • خپرول: ۲۴ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 64225

ټاکل شوې نن افغانستان په بنګور ښار کې د کریکټ لوبې په ډګر کې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند سره پیل کړی.
داپه داسې حال کې ده چې افغانستان په تېرکال کې د ټېسټ لوبو اجازه ترلاسه کړې وه. د هند لومړی وزیر نریندرا مودې ویلی ویاړی چې افغانستان دخپلې لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره هند غوه کړ.
ویل کېږې ددې لوبې په ترسره کېدو سره به افغانستان دهغو دولسو کریکټ لوبډلو ډلې ته ور ګډ شی چې نړیوالې ټېسټ لوبې کولای شی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودی په خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې دا ورته ډېره د ویاړ خبره ده چې افغانستان دخپلې لومړنۍ ټېسټ لوبې لپاره هند غوره کړ.
مودی په خپله ټویټرپاڼه لیکلی: “د افغانستان خلکو ته مبارکی وایم چې د دوی کرېکټ لوبډله په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې لوبېږی. خوښ یم چې دوی له هند سره د تاریخی لوبې لپاره رامخې ته شوی. دواړو لوبډلو ته ښې چارې غواړم. هیله ده چې ورزش به زموږ خلک لا سره نژدې او اړیکی پیاوړې کړی.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=64225

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *