بلخ کې د وسله والې نښتې رامنځته کېدل

  • خپرول: ۲۳ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 108478

په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.
له مزارشریف څخه رارسېدلی راپورونه وایی چې په‌دې ښار کې ډزې روانې دی.
له مزارشریفه د ازادی راډیو خبریال وایی چې د بلخ د لېرې کړل شوی امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع د پلویانو او د پولیسو د ۸۸۸ قطعې د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دی ویلی.
په مزارشریف ښار کې وروسته له دې وضعیت کړکېچن شو چې پخوانی والی عطا محمد نور د نوی امنیه قوماندان له ټاکلو سره مخالفت وکړ او دوکاندارانو ته یې وویل چې دوکانونه او مارکیټونه بند کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108478

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




9 + 1 =