بلخ ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ نندارتون په لار واچول شو

  • خپرول: ۱۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 107635

په بلخ ولایت کې یو شمېر سوداګرو مېرمنو د مارچ میاشتې د اتمې نیټې د لمانځلو په موخ په مزارشریف ښار کې خپل تولیدی توکی نندارې ته وړاندې کړل.
په یاد ولایت کې کابو دوه زره مېرمنې پر سوداګرۍ بوختې دی، دغه میرمنې په بیلابیلو برخو کې لکه لاسی صنایعو، د خوراکی او به لاس د جوړو شویو جامو په برخه کې کار کوی.
هغه مېرمنې چې په تولیدی برخه کې کار کوی، د دې ډول نندارتونو جوړول له اهمیته ډک ګڼی.
مارینا چې چرمی بکسونه جوړوی، له بغلان یې دې نندارتون کې ګډون کړی. هغه د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالی سرټکوی، خو د کورنیو تولیداتو پر کارونې ټینګار کوی.
قندی امکی د لسو کلونو راهیسې په بلخ کې د پوښاک او لاسی صنایعو د تولیداتو په برخه کې کار کوی. دغه مېرمن وایی، په بلخ کې سلګونه مېرمنې په شال اوبدنه، ګلیم او قالین اوبدنه او همدا ډول د لاسی صنایعو د تولیداتو په برخه کې کار کوی او له همدې ادرسه توانېدلی چې خپل اقتصادی وضعیت یو څه ښه کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=107635

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *