بلخ: د شاهین قول اردو انګړ کې قراردادی چورلکه لوېدلې

  • خپرول: ۱۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 80629

.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ارشیف

د افغانستان شمال بلخ ولایت امنیتی چارواکی وایی، د ۲۰۹ شاهین قول اردو په انګړ کې د بهرنیو ځواکونو اړوند یوه قراردادی چورلکه لوېدلې ده، چې له لسو ډېر کسان پکې سپاره وو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایی بی بی سی ته وویل، په لوېدلې چورلکه کې پر پیلوټ سربېره ۴ د ملی اردو، ۴ د عامه نظم او ۲ پولیس سرتېری سپاره وو چې له ډلې یې ۳ کسان ژغورل شوی دی.

” یاده هلیکوپټره د مک شرکت اړوند وه چې بهرنیانو سره قرارداد لری او ځینې وختونه د افغان ځواکونو اړوند لېږد رالېږد هم کوی. “

تر اوسه پورې په چورلکه کې د نورو سپرو کسانو د مرګ ژوبلې او وضعیت په اړه معلومات نه شته.

ویل کېږی چې لوېدلې چورلکه د روسیې جوړه (ایم ۱۴) ډوله هغه وه چې پیلوټ یې بهرنی و.

ښاغلی رضایی زیاته کړه، یادې څرخکې له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه د فاریاب پر لور الوت کاوه چې تر ۱۰ – ۱۵ متره لوړېدو وروسته یې د تخنیکی ستونزې له امله اور اخیستی او لوېدلې ده.

نور جزیات وروسته

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=80629

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *