بغدادی پیر/ نصیر غورځنګ

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 17825

دې خلکو ته که هر څومره ووایم، چې او ساده ګانو! بغدادی پیر د انګریز جاسوس دی، انګریزان به هغه څوک څنګه خوښوی، چې د انګریز دښمن وی، له انګریزانو سره جنګیدلی وی، ماته یې ورکړی وی… نه یې منی! بس سبا له همدې لاوډسپیکر سره کابل ته ځم ، لمن به مو په سر واړوم.

قدم شاه وویل:

دې ته دې نو زه نه پریږدم.

یو دم یې د ځوان ژامې ته سوک ورکړ، ځوان پر کتابونو ولوید، ما یې تر غبرګو ورنونو لاسونه تاو کړل، قدم شاه یې پر ټټر  کیناست، د ځوان تر ستونې یې د دواړو لاسونو ګوتې تاو کړې، تر یو څه وخته پورته، پورته غورځیده خو وروسته یې سېکه وخته…

اه!

دا د نصیر احمد احمدی د دوهم تاریخی ناول ( بغدادی پیر) تر ټولو دردوونکې صحنه ده چې تحصیل کړی ځوان ( عبدالله) غواړی د بغدادی پیر اصلی څیره څرګنده کړی، خو غږ یې د غره په یوه ګاره کې غلی کیږی.

دې هېواد کې د عبدالله په څېر د ډیرو روشنفکرانو ستونی د بغدادی پیرانو لخوا خپ شول، چا د ګوډ ملا په نوم ترقی غوښتونکی پاچا له هېواد وشاړه او چا د چا په نوم، د افغان فیلسوف شهید بهاوالدین مجروح غاړه پریکړه.

د اوس شرایط د بغدادی پیر د کراماتو له وخت سره فرق لری، نن هر څوک لاوډسپیکر او درمل پیژنی، خو د بغدادی پیر کرامت دادی، چې له همدې شرایطو سره ځان عیار کړی،  نن ددې پر ځای چې ۱۲ هفتې حمام ونکړی، ګیره اوږده کړی او زاړه کالی واغوندی، د تلویزیون له پردې څخه، د آیرکنډیشن لاندې په چټه ګیره او نکټایی کې غازی امان الله خان د کفر فتوا ورکوی.

ناول کې داسې ډیر څه شته، چې لیکل پرې وشی خو غټ کار به مو دا کړی وی، چې ددې کتاب لپاره پراخ کمپاین وکړواو حد اقل په درو نفرو یې ولولوو انشاالله چې د فکر جوړولو په برخه کې به مو لوی کار کړی وی.

د افغانستان له سینما او خصوصی فلم جوړولو له شرکتونو مې هیله داده، چې ددې فلم په ناول کولو کې کوښښ وکړی.

په پای کې د بغدادی پیر په اړه د ملګری نثار جبیب دا ټپیزه درته ډالۍ.

دا نو د شلمې پیړۍ پیر دی

دا چې په خلکو یې تاثیر دی

عقل تړلی په ځنځیر دی

ولس د پیر په دام کې ګیر دی

پاچا فقیر دی په ژړا له ملکه ځینه

اړوند مطالب


د نصیر احمد احمدی نوی ناول (بغدادی پیر) جاپ شو


د بغدادی پیر کمالات/ بخت مرجان بختیار


بغدادی خپلو پلویانو ته ویلی چې پر تُرکیې برید وکړی


بغدادی وایی، ډله یې د امریکا او روسیې حملو نه ده کمزورې کړې

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=17825

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *