بس ده نوره شاعری نه کوم/ لیکواله: عمیره احمد

  • خپرول: ۱۲ حمل ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 14722

ژباړه: نسیمه باری

نن ساهره لکه لېونۍ له ځانه سره یې خبری کولې، ویل نن می په دې کور کی وروستۍ  شپه ده، زه  باید خپل ټول شیان پر وخت  لا را ټول کړم، داسی نه وی چی یو مهم شی راڅخه پاته سی او بل دا چی زه باید نن له فاروق سره  خبری وکړم چی نور ستا سره ژوند نه سم کولای، ماته  طلاق راکړه. دې  له ځانه سره دا سوچونه وهل چی ټیلیفون وکړنګېد:

–  سلام علیکم

–  وعلیکم السلام، زړګیه  څنګه یې؟

–  شکر ښه یم

–  چېری یې؟ په بازار  کی له یوې خورلڼی سره یم

–  ښه سمه د، اې یوه خبره واوره!  ته پوهېږې؟

–  په څه شی؟

–   پوهېږې چی ستا سره څومره مینه لرم؟

–  سمه ده  وروسته به خبری درسره وکړم، اوس د خدای پامان.

دا ساهرې د مېړه فاروق ټیلیفون و. دی  هره ورځ  دا وخت ټیلیفون کوی او یوه اوونۍ وروسته  کورته  راځی. ساهرې بیا له ځان سره خبری شروع کړې:  کله چی فاروق راغی خامخا د طلاق خبره ورته کوم، بیا یې وویل: زه خو به لېونۍ سوې نه یم ها؟ دطلاق خبره دومره اسانه کار هم نه دی، د زمری  زړه غواړی.

ساهره په چټکو ګامونو کور ته راغله.  د کور  وهر  کونج ته یې داسی کتل لکه بیا چی یې نه وینی.  د کور نور سامانونه یې پرېښوول، یوازی یې د خپلو  شعرونو کتابونه راټول کړل او په یوه بکس کی یې واچول، اوس یې یوازی دې ته انتظار کاوه چی فاروق راسی او دا طلاق ځنی واخلی، خو د فاروق راتګ ته لا ډېر وخت پاته و، له وچ مجبوریته یې د ټلویزیون ریموټ راواخیست، په بې خوندۍ سره یې چینلونه اړول  را اړول، بس هسی یې وخت تېراوه، په دې وخت کی یې پام سو چی یوه ټلویزیونی چینل د دې او فاروق یوه پخوانۍ مرکه تکراری خپروله.

د پروګرام کوربه: ساهره جانی لومړی دا راته ووایاست چی له خپل ژوند څخه راضی یاست که نه؟

ساهره:  هو له خپل ژوند څخه ډېره راضی یم، له دې امله بیا ځان ډېره نېکمرغه بولم چی د فاروق په شان د ژوند یو ښه ملګری لرم

کوربه:  څو کلنه واست چی شاعری مو پیل کړه؟

ساهره: د ښوونځی په پنځم  ټولګی کی وم  چی شاعری لیکل می پیل کړه

کوربه: لومړی شعر مو  د څه شی په اړه و؟ اوس مو  په یاد دی؟

ساهره: هو خپل لومړی شعرمی ډېر  ښه یاد دی، د ژوند په اړه  و.  که اجازه وی لیدونکو ته به یې ووایم

 کوربه: مهربانی وکړئ!

هغه رنګین او هغه ښکلی  ژوندون

چی ما یې زړه کی له کلو راهیسی

د راتلو هیله ساتل

وریځې وغوړېدې   پلنی سولې

برېښنا او تالاندې هم غېږه ورکړه

بیا له اسمان څخه د ځمکی پر لور

رنګونه  واورېدل.

کوربه: واه وا، ډېر  ښه، ږاقعا چی  شعر  و.  ښه اوس  دا راته ویلای سئ چی د لومړی ځل لپاره مو دا شعر چېری ووایه او د کورنۍ عکس العمل مو څه و؟

ساهره: د کورنۍ عکس العمل می ښه نه و، بس یوازی می  پلار په دې کار خوښ و. هغه ورځ  به می تل یاده وی چی دماشومانو په اړه  زما یو شعر په یوه اخبار کی چاپ سوی و.  پلار می اخبار په لاس کی نیولی او  په ډېره خوشالۍ کور ته راغی، ټولو ته یې په ډېر  ویاړ  اخبار  ورښکاره کړ، ویل وګورئ  زما د ساهرې شعر په  اخبار  کی چاپ سوی دی. بیا یې د دې شعر څو پاڼی کاپی کړې او خپلو انډیوالانو ته یې ورښکاره کړې، ویل وګورئ زما لور څومره ښه شعر لیکلی دی

کوربه: ښه یوه بله پوښتنه کوم. له فاروق سره مو د کورنۍ په خوښه واده وکړ او  که د مینتوب واده و؟

ساهره: دا واده لومړی د فاروق غوښتنه وه، خو وروسته دا غوښتنه  زما هم  خوښه سوه، بس د مینی واده یې وبوله

کوربه: راته ویلای سئ چی څنګه کیسه وه؟

ساهره: کیسه داسی وه چی ما په یوه مشاعره  کی خپل یو شعر ولوست. په هغه مشاعره کی فاروق هم تشریف درلود، د شعر تر لوستلو وروسته فاروق راغی، ویل ستا موبایل شمېره درلودای سم؟  ما نه غوښتل هغه ته د خپل موبایل شمېره ورکړم، خو زما یوې خورلڼی فاروق ته زما نمبر ورکړ، بیا زما خورلڼی ما ته  قناعت راکړ، ویل دې ډول غونډو  ته  اکثره لیکوالان، شاعران او پوهان خلک راځی او  ته هم یوه شاعره یې، که داسی خلک دی  نمبر  ولرې بده خبره نه ده. تر دې  وروسته  فاروق ما ته څو واره زنګونه راووهل او د لیدو غوښتنه یې راڅخه وکړه.  ما څو واره پلمې ورته  وکړې، خو اخیر می ورسره ومنله چی سمه ده درسره وینم.  کله چی مو سره ولیدل د ده لومړۍ پوښتنه دا وه چی واده دی کړی که نه؟ ما ویل نه. بیا یې ویل ایا له چا سره مینه لرې؟ ما ویل نه، خو دا پوښتنه دی ولی وکړه؟ ده ویل  زه غواړم ستا سره واده وکړم، بیا یې دځان په اړه  هم پوره معلومات راکړل. ما ورته وویل چی زه اوس نه غواړم  واده وکړم، زه باید اول خپل تعلیم بشپړ کړم، بل دا چی غواړم خپل ادبی شخصیت جوړ کړم او بیا د واده په اړه فکر وکړم . فاروق راته وویل چی زه  ستا له درس او شاعرۍ سره هیڅ ستونزه نه لرم، ان دا چی په دې لاره کی زه هم مرسته درسر کوم

کوربه: ښه نو بیا مو څه پریکړه وکړه، واده مو څنګه سره وکړ؟

ساهره: بیا ما ته زما یوې خورلڼې عالیې مشوره راکړه چی ته خو هسی هم یو وخت واده کوې، نو ولی یې له فاروق سره  نه کوې؟ یو خو د درس  او شاعرۍ اجازه درکوی او بل نو د دې تر څنګ ښه ځوان او شتمن هم  دی

کوربه: ایا تر  واده وروسته  فاروق پر خپله  ژمنه ودرېد که نه؟

ساهره: هو فاروق د پوهنتون تر ویلو پوری زما سره ملګری و او بل دا چی هری مشاعرې او ادبی غونډو ته به ده خپله بېولم.  یوه ورځ  یې زه ډېره حیرانه کړم. زه نه ومه خبره چی ده  زما ټول شعرونه د  کتاب یه بڼه چمتو کړی، یوه مجموعه یې ځنی جوړه کړې او بیا یې چاپ کړې ده. کله چی یې ما ته زما د شعرونو چاپ سوی کتاب راښکاره کړ، نو له خوشالیه په کالیو کی نه ځایېدم، همدا زما د ژوند یوه تر ټولو خوږه خاطره ده

کوربه: ښا فاروق جانه تر دې مهاله خو می له ساهره جانی څخه پوښتنی وکړې، اوس به تا ته راسو.

په دې وخت کی ساهره له ټلویزیونی مرکې څخه لیری ولاړه او د تېر وخت په اړه سوچونو په مخه کړه. هغې په ژوند کی هیڅ کمی نه درلود، بس یوازی د لفظونو وږې وه، خو فاروق د مینی بیانولو لپاره د دې غوندی  شاعرانه  الفاظ  نه درلودل. هغې ته  هغه ورځ  وریاد سوه چی د دوی د واده کلیزه وه، هغې په دې مناسبت فاروق ته په ډېره مینه یوه غزل لیکلې وه او غوښتل یې په دې ورځ یې هغه ته ډالۍ کړی. هغې لا د خپلی غزلی دوه بیتونه نه وه ویلی چی فاروق یې کتابچه له لاسه واخیسته او ورته ویې ویل:  ګوره  ګرانی زه اوس  ډېر  وږی یم او غواړم چی ډوډۍ وخورم،  ستا غزل به بیا بل وخت واورم. بس په همدې شېبه او همدې خبره  د ساهرې زړه مات سو، ځکه هغه

یوه شاعره وه، غوښتل یې مېړه یې شاعرانه خبری ورسره وکړی، د هغې سترګی، وېښتان او نوره  ښکلا په  رنګینو او شاعرانه لفظونو سره وستایی. هغې به په ساعتونو ساعتونو د فاروق سترګو ته کتل، ویل ګوندی دې ته یې پام سی چی دا مینه ناکو خبرو ته هم اړتیا لری، خو فاروق  په خپل تجارت  کی دومره غرق و چی دې خبرو ته یې هیڅ پام نه و. که څه هم  فاروق  له ساهرې سره لېونۍ مینه درلوده، خو هغه شاعر او لیکوال نه و، ځکه یې نو د خپلی مینی بیانولو لپاره  ښکلی الفاظ هم نه درلودل. د د وی د واده شپږ کاله تېر سوی ول، خو ساهرې بیا هم  ژوند بې مینی، بې خونده او بې رنګه باله.

یوه ورځ  حسن نومی شاعر په یوه مشاعره  کی یوه غزل ویله. د غزلی ویلو پر مهال به یې د سترګو تر کونجو ساهرې ته کتله. پر ساهرې دا غزل دومره خوږه لګېده  لکه دې ته چی یې لیکلې وی. تر دې وروسته د ساهرې او حسن تر منځ پېژندګلوی پیدا سوه او بیا وروسته لیده کاته هم پیل سول. حسن به د ساهرې شعرونه ډېر ستایل، همدا ستاینه وه چی ساهره یې ورځ  په ورځ  د حسن خوا ته ورنژدې کوله.  هغه کمی چی فاروق په دې دومره وخت کی پوره نه کړای سو، حسن په لږ  وخت  کی پوره کړ.

یوه ورځ  حسن ساهرې ته وویل چی پوهېږې ما ولی تر اوسه واده نه دی کړی؟ ځکه ما غوښتل له یو داسی چا سره واده وکړم چی په لومړی ځل لیدو  یې د مینې  احساس وکړم. له کومی ورځی راهیسی چی ستا سره اشنا سوی یم په زړه کی می نوی هیلی راپیدا سوی دی، نو که ته له ما سره  واده وکړې، زه به ډېر نېکمرغه انسان یم. ما چی ته څومره مطالعه کړې یې داسی راته معلومېږی چی ته هم له خپل ژوند څخه ناخوښه یې، که یې بده نه ګڼې، نو ځان له دې زندان څخه  ازاده  او  زما سره  واده وکړه.

تر څو میاشتو فکر کولو وروسته ساهرې فکر وکړ چی حسن ښه وایی، ځکه زه هم حق لرم چی په خپله خوښه ژوند وکړم. ساهره په همدې چورتونو کی ډوبه وه چی د موبایل زنګ راغی او د موبایل پر پرده یوه نوې شمېره راښکاره سوه. ساهرې چی خبری ورسره پیل کړې، نو ناببره یې موبایل له لاسه ولوېد. تر خوله یې یوه لویه چیغه ووته او په منډو یې پیل وکړ چی نیم ساعت وروسته روغتون ته ورسېده. هغې غوښتل د فاروق کوټې ته ورسی، خو ډاکټرانو نه پرېښووله.  د کوټې د کړکۍ له لاری  یې ولیده چی د فاروق سر پټۍ سوی او اکسېجن ور چالان دی.  په دې وخت کی ساهرې  داسی احساس وکړ لکه سا چی یې ختلې وی. په زړه کی ورتېر سوه چی که فاروق مړ سو، نو زه به څه کوم؟ دا خو ټول د فاروق برکت و چی ما تعلیم وکړ، دا خو ټول د ده تشویق و  چی ما ادبی شخصیت پیدا کړ او د شعرونو څو کتابونه می چاپ سول. ده خو ما ته هیڅ خنډ نه دی جوړ کړی، دا خو د ده لاسنیوی و چی زه تر دې ځایه پوری راورسېدم.  په دې وخت کی ډاکټران له کوټې څخه راووتل، ویل فاروق اوس تر پخوا ښه دی، خو بیا یې هم ژوند په خطر کی دی، ځکه چی د موټر په ټکر کی یې سر ډېره لویه  ضربه خوړلې ده.

دوه ساعته  وروسته  ساهره  له خپل بکس سره د حسن کور ته ورسېده. حسن  د هغې په  لیدو ډېر  خوشاله سو، ویل زه پوهېدم  چی ته به  خامخا ماته راځې.  ما باور درلود چی ته به یو وخت زما کېږې، اوس به  له دې ځایه ډېر  لیری ولاړ سو او د مینی ډک ژوند به پیل کړو.

د ساهرې په سترګو کی اوښکی ډنډ سوې، یو سوړ  اسوېلی یې وکیښ، بکس یې د حسن خوا ته ورنژدې کړ، په ژیړه غونی اواز  یې وویل: حسنه زه نن د مینی  له لفظونو سره د تل لپاره خدای پامانی کوم، زه نوره شاعری پرېږدم. په دې بکس کی زما د شاعرۍ ټول کتابونه پراته دی، دا  کتابونه تا ته ډالۍ کوم، دا د الفاظو شتمنی دی تا ته مبارک وی، زه فاروق  نه سم پرېښوولای، زه  نه غواړم چی عملی مینه  د تشو الفاظو قربانی کړم. زه  که نن د مینی الفاظ لرم، نو دا هم د فاروق د مینی برکت دی. که  زه  او فاروق د پخوا په شان سره پاته سو، نو په ژوند کی به  هیڅ کمی و نه لرو، مینه به دده وی او مینه ناک الفاظ به زما وی. له دې خبری سره سم ساهره د حسن له  کوره ووته.

اړوند مطالب


غلبېل او کوزه/ لیکواله: ملالۍ بشیر


د احمد شاه بابا تصوفی شاعری/ امېد میدانوال


هوښیاره/ لنډه کیسه/ لیکواله: زلیخا


ما غلا کړه! /لنډه کیسه/ لیکواله: بېدیا څرک

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=14722

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *