بریټانیا د زیات شمېر افغان ژباړونکو د جذب په موخه خپله طرحه ناکام ګڼی

  • خپرول: ۶ جوزا ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 60450

د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د بریټانیا پارلمان غړی وایی، هغو افغان ژباړونکو ته د مرستې طرحه چې په افغانستان کې د بریټانیا پوځ په چوکاټ کې کار کړی، ناکام بلل شوې.
د اندیپندنت راپور له مخې، د بریټانیا پارلمان دفاعی کمېټې ویلی چې دغه طرح نه دی توانېدلی دغه هېواد ته د هیڅ یو ژباړونکی د لېږلو زمینه برابره کړی.
په همدې حال کې، د بریټانیا دولت له ۲۰۱۰ کال را پدېخواه د هغو افغان ژباړونکو د خوندیتوب په موخه چې له طالبانو سره په جګړه کې ددغه هېواد په پوځ کې کار کړی، یوه طرحه ترلاس لاندې نیولې ده. ددغه طرح له مخې، افغان ژپاړونکی باید ثبات کړی چې په افغانستان کې له مېشتو بریټانیایی ځواکونو سره د کار له امله ددوی ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.
بریټانیا تردې دمه څه باندې ۱۱۵۰ افغان ژباړونکو ته په یاد هېواد کې پناه ورکړې ده.
په همدې حال کې د بریټانیا د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلی چې سیمه ییز ژباړونکو په افغانستان کې په خطرناک حالت کې کار کړی او خپل ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. د بریټانیا د کورنیو چارو وزیر ساجد جاوید په دې وروستیو کې ویلی وو چې د بریټانیا پوځ څه باندې ۴۰۰ افغان ژباړونکی دغه هېواد ته لېږل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=60450

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *