بریتانیا کې ځانمرګی برید نږدې ۷۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

  • خپرول: ۱۰ جوزا ۱۳۹۶
  • نوملړ: دین او فکر
  • د خبر شميره: 19218

راپورونه وایی د بریتانیا په منچستر ایالت کې د یوه ځانمرګی برید له امله ۱۹ تن وژل شوی او له ۵۰ زیات ټپیان دی.

دا پیښه تیره شپه ( دوشنبه د غبرګولی لومړۍ) منچستر کې د آریانا ګرنده امریکایۍ سندرغاړې د سندرو کنسرټ ته څیرمه شوې ده.

د بریتانیا پولیس پیښه ځانمرګی برید بولی او زیاتوی چې یو شکمن کس یې هم په دې تړاو نیولی دی.

د برتیانیا لومړی وزیر، تیراسا می، پیښه ترهګریز برید بللی او له قربانیانو سره یې خواخوږی شریکه کړې.

دا د لندن د ۲۰۰۵ کال له برید وروسته چې ۵۲ تنه پکې وژل شوی و، دویم خونړی برید بلل شوی دی.

د آریانا ګرانده، امریکایۍ سندرغاړې ویاند وایی آریانا ته په پیښه کې زیان ده دی اوښی او پیښه د کنسرت له ختمیدو وروسته کله چې خلک له صالون څخه د وتو په حال کې و، رامنځته شوې ده.

ځینی عینی شاهدانو رویټرز ته ویلی له چاودنې وروسته زرګونه خلک چې کنسرټ ته راغلی و، هرې خواته خواره شول او هرچا هڅه کوله چې له سیمې ځان وباسی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=19218

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *