بریا ته د رسېدو رازونه | مجیب الرحمن محمودی

  • خپرول: ۲۶ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 105050


Fb-Button

انسان هغه وخت بریا ته رسېدای شی چې بریا ته د رسېدو هڅه وکړی، خو په یوازې هڅه او تصمیم نیولو ناشونې ده چې په دغه ستړې لاره تر منزله ورسېږی. تصمیم او هڅه یې یوازې پیل دی، بریا ته تر رسېدو په لاره کې ډېرې لوړې او ژورې راځی، ستونزې او خنډونه له منځه وړل غواړی، پیاوړی عزم په کار دی؛ څو د ټولو ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت له لاسه ورنه کړی.

پخوانیو به ویل تجربه د علم مور ده، دا حقیقت دی هغه څه چې یو انسان هر څومره سختۍ، کړاوونه، ستونزې او لوړې ژورې تجربه کړی هغومره پخېږی او هغومره بریا ته د رسېدو زېری دی او یا داسې چې ماتې خوړل بریا ته لارښوونه ده، خو په دې شرط چې ماتې خوړونکی ماته ونه منی، بیا راپاڅی او د پرمختګ بله اغېزمنه لاره وټاکی.

د تجربې اغېزمنتیا یوازې په دې کې نه ده چې د پرمختګ یا ماتې خوړلو او وروسته پاتې کېدو د مخنیوی له پاره د نورو د ژوند تجربې مطالعه کړی، د دې ښه والی به دا وی چې بریا ته د رسېدو له ډېرو رازونو به خبر شی او مخکې له مخکې به په دې لاره کې د خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو ، له هغو سره د مبارزې او استقامت یو غښتلی هوډ ولری.

دا مې تر دې وویل چې د حبیب وقار په نوی لیکل شوی «هڅه او بریا» کتاب کې همغه څه راټول شوی چې لوستونکی بریا ته د رسېدو له رازونو خبروی. په دغه لاره کې شته او احتمالی خنډونه او ستونزې ورته په نښه کوی، د ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو او پر وړاندې یې د مقاومت لارې چارې ور زده کوی او په پای کې بریا ته د رسېدو کیلی په لاس ورکوی.

هڅه او بریا کتاب په ۲۰۰ مخونو کې چاپ شوی دی چې د دریو سریزو سربېره یې د ۲۱ هغو باعزمه او کلک هوډ لرونکو شخصیتونو د ژوند کیسې را اخیستې دی چې د ډېرو ستړیو او سختیو له ګاللو وروسته د یوه بریالی ژوند څښتن دی چې دغه بریالی ژوند یې نه یوازې د ځان له پاره جوړ کړی بلکې د ټولنې او هېواد په خدمت کې یې هم ډېره څه کړی دی.

موږ یوازې د بریالیو کسانو د پرمختګونو او لاسته راوړنو څه نه شو زده کوی؛ بلکې څو پورې چې د هغوی له ماتې خوړلو، ستونزو ګاللو، مقاومت، کلک عزم او هوډ، صبر او استقامت څخه خبر نه شو، د دې کتاب ښه والی همدا دی چې د بریالیو کسانو د ژوند کیسې یې داسې را اخیستې دی چې بریا ته د رسېدو په لاره کې یې هېڅ نه دی پرېښی، که یو څوک یې مطالعه کړی پوهېږی چې هېڅوک له ستونزو ګاللو، استقامت او کلک هوډ څخه پرته بریا ته نه شی رسېدای، نو ستونزو ته غېږه ورکوی، له مخې یې لرې کوی او بریا ته ځان رسوی.

د «هڅه او بریا» کتاب بل ښه والی دا دی چې ځینې وخت ستونزې، اسانتیاوې او بریاوې د وخت او ځای په پرتله ډېر تفاوت کوی، که د بریالیو بهرنیانو ژوند مطالعه شی ډېری به وایی چې دلته دا ډول اسانتیاوې یا دا ډول ستونزې نشته، خو په دې کتاب کې د همدې عصر او د همدې هېواد د بریالیو کسانو د ژوند کیسې راوړل شوې دی چې د مکان او زمان په پرتله تفاوت هم نه پکې لیدل کېږی.

دغه کتاب د ځوانانو په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو له پاره د زده کړې ډېر څه لری، بلکې د یوه ښوونځی او یا یوه ښوونکی په څېر دی، ځکه د یوه ځوان عزم غښتلی، فکر یې تازه او د همدې لارې لاروی او د بندو دروازو د پرانستلو په لټه کې دی، که یو ځوان دا هدف ولری چې د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږی، لوړ شخصیت شی، د ټولنې او هېواد خادم شی، نو د همدې اتلانو له تېروتنو دې ډډه وکړی او مثبت ګامونه یې دې تعقیب کړی.

کېدای شی خپلو موخو ته ډېر خلک ورسېږی، ډېر خلک د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږی ډېر خلک یو ارامه او له اسانتیاوو ډک ژوند جوړ کړای شی، خو دا خبره ارزښت لرونکې او د یادولو وړ ده چې یوازې د ځان له پاره هر څوک او هر ژوی ژوند کولای شی، راځئ د نورو له پاره هم ژوند وکړو، نورو ته هم یو څه وکړو او ورکړو، ځکه رښتینی ژوند هغه دی چې نورو ته نېکمرغی راوړی.

د یوه سوکاله او ودان افغانستان په هیله

۲۰۱۹/فبروی/۱۴مه