برهم صالح د عراق د نوی ولسمشر په توګه ټاکل شوی

  • خپرول: ۱۱ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 87604

د کردستان د میهنی ټولنې د ملاتړ وړ نوماند برهم صالح د عراق پارلمان له خوا د یاد هېواد ولسمشری ماڼۍ ته بریالی شو.
د عراق ټلویزیون د خپور شویو راپورونو له مخې، دی توانېدلی د پارلمان استازو ۲۱۹ رایه ترلاسه کړی. همداراز ۲۲ استازو هم ده ته منفی رایه ورکړې ده.
که څه هم په عراق کې د ولسمشری ماڼۍ پست د اجراییه واک له اړخه تشریفاتی بڼه لری، خو ددغه هېواد د نوی دولت د جوړېدو په برخه کې لومړنی ګام بلل کېږی.
برهم صالح په ۱۹۶۰ کال کې زېږېدلی او د عراق د کردستان دخپلواکی ټول پوښتنې د ترسره کېدو له مخالفینو څخه وو. دی د اېران له نېږدې ملګرو څخه شمېرل کېږی چې په ورته وخت کې له امریکا او اروپایی ټولنې سره نېږدې اړیکې لری. صالح په سلمانیه کې د امریکایی پوهنتون بنسټ اېښودونکی وو.
د کرد دغه سیاستوال د بریټانیا د لیورپول له پوهنتون څخه د کمپوټر په برخه کې د دکټرا سند ترلاسه کړی او په کردی، عربی، فارسی او انلګیسی ژبو خبرې کولای شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87604

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *