بانډار| محمد اکبر پیمان

  • خپرول: ۲۷ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 112799


Fb-Button

له یوه خارجی سره یوه افغان بحث کاوه. هر یوه د خپل هیواد ستونزې او ښیګڼې بیانولې بحث ښه تود روان دی او موږ یی هم د زړه په غوږو اورو.

ښه نو څه یې ویل؟

افغان د خپل ملک له حالاتو او سیاسی او ټولنیزو ستونزو څځه ګیلې کولې. ویل یې د دې ستونزو حل ماته نا ممکن ښکاری.

ولی درته نا ممکن ښکاری. په ستونزو مه ږغیږه په ریښو یې وږغیږه، علتونه یې پیدا کړه، علتونه یې له منځه یوسی ستونزې خپله له منځه ځی. که تاسو ته د خپلو ستونزو عوامل معلوم نه وی او غواړئ چې ستونزه حل کړئ مطلب یې دا دی چه کب له لکۍ څخه نیسئ.

کب څنګه له لکۍ څخه نیسو؟

یو متل دی چې وایی که نه غواړئ چې کب ونیسئ نو تر لکۍ یې ونیسئ. تاسو هم که نه غواړئ چې ستونزې مو حل شی عوامل یې مه لټوئ او یوازې خپل زړه په ګیلو او شکایتونو ستړی کوئ. د ستونزو حل د هغو د ریښو په موندلو سره کیدای شی او ډیر اسانه کیدای شی.

زه دې په خبره پوه نه شوم

خبره اسانه ده، تاسو فکری تمرکز نه لرئ. ستاسو فکر سره پاشلی دی او کله چې یو کار کوئ فکر مو بل ځای وی، همدا علت دی چې تاسو کارونه په سمه توګه نه ترسره کوئ. په هره خبره جګړه کوئ او خپل ملک مو په جګړو وران کړی دی.

زموږ ملک ستاسو له لاسه وران دی. زموږ ملک ټول خارجیانو وران کړی دی. دا اور ټول خارجیانو بل کړی دی او د دې اور په لمبو ځانونه تودوی. تاسو اوبه خړوئ او کبان نیسئ (Divide and Rule )، او موږ ارام ژوند ته نه پریږدئ.

ما درته وویل چې ګیلې او شکایتونه ستونزې نه حل کوی. تر ټولو اسانه کار د بل چا ملامتول دی او تر ټولو ګران کار د ځان اصلاح کول دی.  تاسو کوښښ مه کوئ چې د خپلو ستونزو په خاطر نور ملامت کړئ. راشه یو مثال به درکړم، که ستا د خولې خوند خراب وی نو د ټولې نړۍ او تر ټولو خوندورې غذا ګانې به درته بې خونده ښکاری. نو دلته تاسو نه شئ کولای چې ووایاست د ټولې نړۍ خواړه بې خونده او یا حتی بد خونده دی. تاسو نه شی کولای د خوړو په بدلولو سره د خوړو خوند سم کړئ ځکه هغه شی چې تاسو د خوړو خوند ورباندی معلوموئ (خوله، ژبه) خراب دی. دا مثال د ملګرتیا په اړه هم ښه صدق کوی که تاسو له خپلو ملګرو، د دفتر له همکارانو او یا هم په کور- کلی کې له ډیرو خلکو سره ستونزه لرئ نو تاسو نه شئ کولای هره میاشت/کال ملګری بدل کړئ، په دې توګه تاسو هیڅ ښه ملګری نه شئ موندلای ځکه ستونزه په تاسو کې ده، ستاسو په چلند او خیرو کې ده په خلکو کې نه ده، که څه هم تاسو ته ټول خلک ملامت او ځان سلامت ښکاری خو تر څو چې ځان اصلاح نه کړئ او یا هم د خپلې خولې خوند سم نه کړئ نه به سم ملګری ومومئ او نه به هم خوندور خواړه پیدا کړئ. نو ښه خبره دا ده چې اول ځان اصلاح کړئ له انتقادونو او نیوکو تیر شئ، ټول خلک مه ملامتوئ او خلک مه مجبوروئ چې ستاسو صفت وکړی. چې خبره به را لنډه کړو تاسو باید شخصیت جوړ کړئ نه شهرت. ستاسو شخصیت تر شهرت ډیر مهم دی ځکه شخصیت ستاسو اصلیت څرګندوی او شهرت یوازې ستاسو بازاری رنګ خلکو ته ښیی.

ته ولله ډیرې پخې خبرې کوې او ماته ډیر کافر سړی ښکاره شوې. خو عقیدوی کافر نه درته یادوم بلکې دلته کافر د نامی (غښتلی او زورور) په معنا دی.

ستاسو تر کافر پوری یوه بله کیسه رایاده شوه. کوچیانو جومات ته نوی ملا نیولی و او غوښتل یې ملا خپلو خلکو ته ښه په نره معرفی کړی. ملا له سهاره له ملک صاحب سره په جومات کې ناست و. هر سړی چې به راغی ملک به د ملا صفت ورته شروع کړ چې داسی کافر ملا مې راوستی دی، داسی کافر اذان کوی. ملاصاحب ته ونیسه یو اذان ورته وکړه. ملا له سهاره تر مازدیګره اذانونه وکړل اخر یې اواز ولوید (ستونی یی وچ شو) او له کلی وتښتید. تاسو خلک تښتی ته مجبوره کوئ او غل تر کوره ځغلوئ چې دا ډیر خطرناک عادت دی.

که څه هم دا خبره ستاسو له کلتورسره نه لګیږی خو ډیر عملی او ښه مثال دی او زه یې باید تاسو ته ووایم. ځکه همدا ستاسو د فکر د پاشلتیا عمده علت دی. تاسو هیڅ شی په خپل ځای کې نه ږدئ.

څنګه شی په ځای کی نه ږدو؟

مثلا تناسلی اله خپل ځانګړی ځای لری چې باید هلته وکارول شی خو تاسو یې په سر کی ږدئ.

غلی شه د کافر بچیه چټیات مه وایه تناسلی اله هم چا په سر کې ایښې ده. لکه چې ښه زوروه نیشه دې کړې ده ځکه اپلتې وایې.

نه، نه مې نیشه کړې او نه د کافر زوی یم. که لږ وخت راکړې، حوصله وکړې او غوږ راته ونیسې نو زه به خبره درته واضح کړم. تر داده مې پریږده ځکه نوم مې خدای نه بلکې خدایداد دی. زه به خپله خبره په یوه مثال کې درته واضح کړم.

 ستاسو په جامعه کې چې څوک ځوانیږی نو سل فکرونه ورسره پیدا کیږی او تر ټولو غټ فکر او تشویش یې دا وی چې خپله تناسلی اله چیری وکاروی (کښیږدی). د دې سړی ټول افکار (ټول سر) تناسلی الې نیولی وی. ځکه زه درته وایم چې تاسو تناسلی اله په سر کې ایښې ده او ستاسو تول فکر همدې د هاوان ګولۍ خراب کړی دی. خو موږ خپله تناسلې اله په اصلی ځای کی استعمالوو او نور خپل کار ته وزګار یو او کار په ښه توګه تر سره کوو.

اوس دې چټیات شروع کړه قسم په خدای که خلک در خبر سوه دومره دې وډبوی چې که دې د خپل کلی سپی وپیژنی. موږ خو دې ملګری یو څه نه درته وایو خو پام کوه چې دا خبرې بل ځای ونه کړې. خلک دې وژنی او سیده دې دوزخ ته استوی.

ګوره په وژلو، وهلو سر پری کولو ستونزه نه حل کیږی. تاسو تر اوسه هم هغه کارونه کوی چه د هغه وخت جاهلانو کړی وو. ګالیله ته یی وویل چه داسی مه وایه چه مځکه ګرزی که نه وژنو دی. هغه ورته وویل چه زما په وژلو خو د مځکی حرکت نه دریږی. که زه مړ یم که ژوندی مځکه ګرزی. که ستاسو خلک هم ما وډبوی او یامی ووژنی حقیقت نه شی بدلولای. تاسو یوازی ځان تیرباسی او د ځان تیر ایستلو ته خوشحال یاست او داسی فکر کوی چه حقیقت مو بدل کړی دی. ددی پر ځای د حقیقت د بدلولو ناکامه کوښښ وکړی ښه به دا وی چه ځانونه بدل کړی تر څو د حقیقت منلو ته چمتو شی.

ډیر داسی مثالونه شته چه په کراتو مراتو ستاسو تیروتنی ښیې خو تاسو له خپلو تیروتنوڅخه هیڅ شی نه دی زده کړی. همدا علت دی چه دنیا هم ستاسو له ملک او خلکو څخه د یوه لابراتوار کار اخلی او خپلی ازموینی درباندی کوی. په معقولو خلکو ازموینه کول سخت دی خو دا چې تاسو په ځلونو تر تجربو لاندی نیول کیږی ستاسو د عقل نقصان ښیې. له پیړیو پیړیو همدا پیران، ملایان او تبلیغیانو تاسو تیرباسی، تاسو جنت ته استوی او تاسو ته داسی خوب در وینی چه تعبیر یی ددوی په لاس کی دی. ته پوهیږی چهې سړی ټول شیان نه شی تجربه کولای او باید  د نورو خلکو له تجربوڅخه زده کړه وکړو. اها فکر می نه وو دا کار خو عقل غواړی، هغه څه چې له تاسو سره نشته.

تا خو په رښتیا هم موږ بی عقل ثابت کړو، او زه ستاسو خبری تایدوم چې په زموږ غلط فکر زموږ د ټولو بدیو مسول دی. د ده خبره غلطه ده چه ویل یی د خلکو مخکی دا خبری مه کوه، زه خو وایم چې خلک باید په ټولو حقایقو خبر سی او بیا پریښودل شی چې خپله پریکړه پخپله وکړی. هغه پریکړه چې د معلوماتو په رڼا کی وی سمه پریکړه وی. خوکه موږ خلک په تیارو کی وساتو نو بیا ددی خلکو په ټولو مصیبتونو کی شریک یو.

یاره شرایط خراب دی، ستاخبره سمه ده ته یی نه وینی چې هره ورځ خلک د همدی خبرو په خاطر وژل کیږی او څوک چې رښتیا وایی ژوند یی تریخیږی. زه ځکه ورته وایم چې باید احتیاط وکړی او خپل ژوند په خطر کی وا نه چوی.

د خلکو پوهول او د هغوی فکر روښانول ډیر عظیم کار دی او ټولنی لومړنی حق همدا دی چه پر موږ یی لری. موږ چې څومره پوهیږو په هماغه اندازه باید خلک وپوهوو. او که خلک په مصیبت کی وی هو موږ ورته ګورو نو د سعدی صاحب خبره ګنا است.

اگر دیدی که نابینا  است و چاه است- خاموش ایستادن گناه است و گناه است و گنا است

د اپریل ۱۵ کال ۲۰۱۹ کابل