بارکزی: د طالبانو حکومت د اوسنی حالت په پرتله څو برابره ښه و

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 87704

په ولسی جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وایی تر اوسنی حکومت ‏د طالبانو واکمنی څو چنده ښه وه‎. ‎
هغه په یوه تلویزونی بحث کې وویل، امریکا دلته د ټولو بدبختیو مور ده او څوک چې ځان ته مسلمان وایی باید ملاتړ یې ونه ‏کړی‎. ‎
بارکزی چې راتلونکو ټاکنو ته له کابل څخه نوماند دی وایی، امریکا دلته تعرض کړی، خو دا باید واضح وی: «دا وطن د طالب ‏دی، خو د ټرمپ نه دی‎.»‎
د ولسی جرګې دې غړی پر ولسی خلکو بمبارونه، فساد، پر امنیتی ځواکونو د امریکا بمباری او له افغان کانونو نه د امریکایانو ‏ګټه د امریکا د زیانونو په ډول یاد کړل‎. ‎
هغه وویل: «موږ ته د کال څلور میلیارده ډالر راکوی، خو یوازې له هلمنده یې تر سل میلیارده ډېر قاچاق کړی دی‎.»‎
بارکزی زیاته کړه، طالبانو یې دوه زامن ور وژلی دی، له خپلې سیمې یې راشړلی خو بیا هم اعتراف کوی:«طالبان زموږ وروڼه ‏دی، موږ له دوی سره جوړېږو خو له امریکا سره نه‎.»‎
پرون د امریکایی یرغل ۱۷ کلونه پوره شول، چې د ګارډین په حواله تر ۳۵۰۰ ډېر د ناټو عسکر پکې وژل شوی او ۲۱۷زره ‏عام افغانان پکې وژل شوی دی‎. ‎

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87704

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *