بادغیس ولایت کې ۵۸ برمته شوی سرتېری د طالبانو له خوا خوشی شول

  • خپرول: ۲۹ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 109356

طالبان وایی، د بادغیس په بالامرغاب کې اسیر شوی ۵۸ افغان حکومتی سرتېری یې خوشې کړې دی.
د افغانستان دفاع وزارت تر دې مخکې ویلی و چې د بادغیس په بالامرغاب کې د سختو نښتو په نتیجه کې ۵۸ تنه امنیتی سرتېری د طالبانو له‌خوا نیول شوی چې د خوشې کېدو لپاره‌یې هڅې روانې دی.
خو د سې شنبې په ماښام طالب ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته په یوه استولی پیغام کې ویلی چې دا سرتېری د دوی د مشرتابه په امر خوشې شوی دی.
دفاع وزارت تر اوسه د دې سرتېرو د خوشې کېدو په اړه تبصره نه‌ده کړې.
د بادغیس د ولایتی شورا غړو مخکې ویلی وو، د بالامرغاب پر موریچاق سیمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته شااوخوا ۵۰ سرتېری له طالبانو سره اسیر شول، خو پاتې له سرحده ترکمنستان ته واوښتل او حتی د ولایتی شورا یوه غړی لا دا ادعا هم وکړه چې شااوخوا ۱۵۰ سرتېری چې په موریچاق سیمه کې د طالبانو له حملو وروسته ترکمنستان ته اوښتی وو، وروسته طالبانو ته تسلیم شول.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=109356

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *