بادغیس : مرغاب کې  ددینی مدرسو دطالبانو ترمابین  تقریری سیالۍ ترسره شوی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: امارت اسلامی
  • د خبر شميره: 4757

دبادغیس  ولایت  له  مرغاب  ولسوالۍ نه  په  رارسیدلی خبرکې ویل شوی چې :  تېره  ورځ  سهار ۸ بجې  دیادی ولسوالۍ په  مربوطاتوکې  ددینی مدرسو  دطالبانو ترمابین   داسلامی امارت  دتعلیم تربیې  او عالی تحصیلاتو کمیسیون  دسیمه  ایزو  مسؤولینو په زیار  دتقریری سیالیو لپاره شانداره غونډه ترسره شوه

غونډه  دقرآن کریم دمبارکو آیتونو په تلاوت  سره  پیل شوه چې  ورپسی  دطالبانو ترمابین  تقریری سیالۍ پیل شوی چې  ترغرمې ناوخته  پوری یې دوام وکړ

دغونډی  په پای کې  دتعلیم   اوتربیې  کمیسیون  سیمه  ایز مسؤول  په  مدرسو کې دتعلیمی  سلسلی  د لا  ښه والی  اوپرمختګ  په اړه  خبری وکړی او  وروسته   ښه  تقریر کونکو طالبانوباندی انعامات  تقسیم شول

۲۰۱۷/۲/۱۱

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=4757

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *