اېکسپرېس ټریبیون: د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې ګټورې وې

  • خپرول: ۲۲ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 44498

اېکسپرېس ټریبیون پاکستان کې د افغان پلاوی او پاکستانی چارواکو ترمنځ د خبرو په تړاو مطلب خپور کړى او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وینا ته یې اشاره کړې چې وایی “د خبرو اترو بهیر ډېر ښه و.”
ورځپاڼه زیاتوی چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل خوښ برېښېده او ویې ویل چې پرمختگ شوى خو نور کار ته اړتیا ده.
خو د ډان ورځپاڼې دا رپوټ بیا د افغان پلاوی له وینا سره په ټکر کې دى. افغان پلاوی له پاکستان تر ستنېدو وروسته وویل خبرو کومه پایله نه درلوده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وینا پاڼه کې راغلی چې پاکستان د ترهگرۍ او تاوتریخوالی مخنیوی او له وسلوالو طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د رغنده همکارۍ ژمنه و نه کړه.
واشنگټن پوسټ:
واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د ویلادیمیر پوتین د یوه نژدې متحد هغه وینا مهمه بللې چې وایی روسیه او امریکا د وسلو یوې نوې سیالۍ ته نږدې کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44498

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *