
اېران په جرمنی کې د جاسوسۍ په تور له نیول شوی کس سره اړیکه رد کړه
- خپرول: ۳۰ جدی ۱۳۹۷
- نوملړ: نړیوال
- د خبر شميره: 101019
ایران په جرمنی کې د جاسوسۍ په تور له یوه نیول شوی افغانی الاصله جرمن سره د اړیکو لرلو ادعا رد کړې ده.
د جرمنی پولیسو تېره اوونۍ په دې هېواد کې ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه افغان توکمه المانی د نیولو خبر ورکړ.
خو اوس د ایران دولتی رسنۍ راپور ورکوی چې په جرمنی کې د جاسوسی په تور له یوه نیول شوی افغان سره د ایران د اړیکو لرلو په رابطه د جرمنی ادعاوې بې بنسټه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی، هغه کسان دا ډول تورونه لګولی چې غواړی د ایران او برلین اړیکو ته زیات ورسوی.
د جرمنی رسنیو ویلی وو چې نیول شوی کس ۵۰ کاله عمر لری او په افغانستان کې یې د جرمنی سرتېرو د عملیاتو په اړه معلوماتو ته لاسرسی درلود. ویل شوی چې یاد کس ورسره مالومات د ایران له استخباراتو سره شریک کړی دی
د نیول شوی کس نوم عبدالحمید ښودل شوی وو.
دا په داسې حال کې ده چې ایران د جاسوسی عملیاتو په تور د اروپایی ټولنې تر بندېزونو لاندې راغلی دی.
خو ایران د اروپا په وړاندې د جاسوسۍ تورونه رد کړی دی.
نظرات(۰ دیدگاه)