اېران د اهواز برید په غبرګون پر سوریې توغندیز برید کړی

  • خپرول: ۹ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 87149

د ایران سپاه پاسدران وایی، د سوریې د فرات ختیځ ته یې هغه سیمه په څو بالستیک توغندیو ویشتلې ده، چې د اهواز برید پلانوونکو مرکز پکې دی.
د ایران دولتی رسنۍ وایی، سپاه پاسدران په بیانیه کې زیاتوی چې دې برید کې یې “ګڼ تکفیری ترهګر” وژلی دی.
د دې رپوټ له مخې برید د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر اوله) سهار شوی او پکې له ځمکې- ځمکې ته توغېدونکی بالستیک کارېدلی دی.
که څه هم سپاه د توغندیو د توغولو ځای نه ښیی، خو د پنځو ګوزار شویو توغندیو ویډیووې په ټوېټر کې خپرې شوې او ادعا کېږی چې له کرمانشا توغول شوی دی.
د دې ویډیوو له مخې داسې ښکاری چې یو توغندی د توغېدو له ځای سره غورځی، خو بی بی سی دا ویډیووې تاییدولی نه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87149

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *