اېران د افغانستان په مشری د سولې خبرواترو له بهیر څخه ملاتړ کوی

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 83216

د اېران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین ربانی سره په لیدنه کې د افغانستان په مشری د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی تېره ورځ د اېران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچی سره لیدنه وکړه. په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو مرستو، اقتصادی او د چابهار بندر په اړه خبرې وشوې.
ښاغلی عراقچی د افغانستان او اېران ترمنځ د پنځه ګونې کمېټو په خبرواترو کې پرمختګونه د پام وړ بللی او د افغانستان په مشری د سولې له بهیر څخه د اېران پر ملاتړ ټینګار وکړ. ښاغلی عراقچی په افغانستان کې سوله او ثبات په اېران کې د آرامتیا نښه وباله.
د بهرنیو چارو وزیر هم له کډوالو څخه د کوربه توب او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د اېران له ملاتړ څخه مننه وکړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83216

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *