اېران د افغانستان ترټولو ستر سوداګریز ملګری وپېژندل شو

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 75314

د یو راپور له مخې افغانستان ته د اېران صادراتو ټولیزه کچه ۲،۱۸ میلیارډو ډالرو ته رسېدلې چې اېران د افغانستان ترټولو ستر سوداګریز ملګری پېژندل کېږی.
راپورونه ښیی چې له نفتو پرته له افغانستان سره د اېران سوداګریز ارزښت یو میلیارډو ډالرو ته رسېدلی دی.
د طلوع نیوز راپور له مخې، د اېران فایننشال تربیون په یو راپور کې راغلی چې اوس مهال د اېران صادراتو ټولیزه کچه ۱۵،۲ سلنو ته زیاتوالی موندلی او ۲،۱۸ میلیارډو ډالرو ته رسېدلی دی.
ددغو شمېرو له مخې، افغانستان د اېران صادراتو لپاره څلورم ستر هېواد دی.
خو په ټولیزه توګه اېران ته د افغانستان مالونو د صادراتو کچه ۳،۸۲ میلیون ډالرو ته رسېږی چې ۶۴ سلنه کموالی ښیی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75314

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *