اېران ته د افغان کډوالو د قانونی وتلو د آسانتیاو په موخه له کابل سره د تهران خبرې

  • خپرول: ۳ سرطان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 65343

د اېران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو عمومی مدیر احمد محمدی ویلی چې یاد هېواد اېران ته د افغان کډوالو د راتلو په برخه کې د آسانتیاو په موخه له افغان حکومت سره د خبرو په حال کې دی ترڅو اېران ته ددوی راتګ آسانه شی.
د اېران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې عمومی مدیر ویلی چې تهران دغه هېواد ته د افغان کډوالو د آسانه راتلو په موخه د هڅو په حال کې دی په هیڅ رشته کې د کډوالو زده کړې دوام په موخه هیڅ ډول بندیز شتون نه لری.
د اېران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو برخې عمومی مدیر احمد محمدی فر تېره ورځ ایسنا خبری آژانس ته وویل چې تهران دغه هېواد ته د افغان کډوالو د آسانه راتلو په موخه له کابل سره د خبرو په حال کې دی.
دی ادعا کړی چې په اېران کې د درې میلیون کډوالو نیمایی برخه په غیرقانونی ډول حضور لری خو د اېران مشر د امر له مخې په مدرسو کې ددوی زامنو د نوم لیکنې په خاطر، کورنۍ له څارنې څخه خوندی دی.
محمدی فر همداراز ویلی چې په هیڅ رشته کې کډوالو او پناه اخیستو لپاره د زده کړې دوام په برخه کې هیڅ ډول بندیز شتون نه لری او تهران د افغان کډوالو د لایقو زده کوونکو لپاره ځینې برنامې چمتو کړی چې د هغې له ډلې څخه د افغانستان دولت ته د علومو وزارت له خوا د ۵۰۰ بورسیو ورکول دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=65343

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *