اېران: امریکا په افغانستان کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتی راغلی او د خلکو ذهنونه ناسم خواته وړی

  • خپرول: ۳۱ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 59401

د اېران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمی په فراه ولایت کې له طالبانو څخه د اېران ملاتړ ادعاو په غبرګون ویلی چې امریکا په افغانستان کې د امنیت له ټینګښت څخه پاتې راغلی او له همدې امله د افغانستان خلکو ذهنونه ناسم خواته وړی دی.
د اېران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمی نن(دوشنبه) په یو مطبوعاتی کنفرانس کې وویل ځینې کسان هڅه کوی له طالبانو څخه په ملاتړ د اېران اسلامی جمهوریت په تورنولو سره د افغانستان خلکو ذهنونه ناسم خواته یوسی.
د اېرانی رسنیو د راپور له مخې، ښاغلی قاسمی ویلی چې په فراه ولایت کې د طالبانو د تېرې اونۍ د بریدونو په پایله کې له بده مرغه ځینو کسانو ګاونډی هېوادونه له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی او امریکایی قوماندانان هم چې په افغانستان کې د اوږده مودې پوځی حضور او د بې ګناه وګړو وینې له تویولو وروسته په دغه هېواد کې د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتې راغلی، هڅه کوی له طالبانو څخه په ملاتړ د اېران اسلامی جمهوریت په تورنولو سره د افغانستان خلکو ذهنونه ناسم خواته یوسی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=59401

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *