ایټالیا کې د افغانستان سفیر استعفا وکړه

  • خپرول: ۳۰ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 105755

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر وحید عمر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
وحید عمر ویلی دی چې له شاوخوا درې کالونو راهیسې یې په ایټالیا کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده او له دې وروسته نور نه غواړی چې یادې دندې ته دوام ورکړی.
د ګډ حکومت مشر ته په لیکلی استعفا لیک راغلی چې په ایټالیا کې یې د افغانانو له پاره د پام وړ خدمتونه کړی دی او په دې هیواد کې د افغانستان سفارت چارې په ښه توګه پر مخ وړی دی.
عمر ویلی دی چې د کب د میاشتې تر پایه پورې به تر هغې په خپله دنده پاتې شی ترڅو بل سفیر وټاکل شی او د مسؤلیتونو له ورسپارلو وروسته به ژر خپل هیواد ته راستون شی او په هیواد کې به له بلې لارې خدمت وکړی.
وحید عمر د پخوانی ولسمشر حامدکرزی په حکومت کې هم د نوموړی د ویاند په توګه دنده ترسره کړې وه او د ګډ حکومت له لوری له شاوخوا درې کالونو راهیسې په ایټالیا کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده ترسره کړه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105755

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *