ایرلند په دویمه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتی ورکړه

  • خپرول: ۱۹ قوس ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 40103

ایرلنډ د ۵۱ منډو په توپیر سره له افغانستانه د کرېکټ یوه ورځنۍ لوبه وګټله.
شارجه کې د پنجشنبې پر ورځ د درېیو نړیوالو یوه ورځنیو لوبو لړۍ دویمه لوبه کې لومړی ایرلنډ لوبه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.
د ایرلنډ ۹ لوبغاړی سوځېدلی وو.
افغانستان ۴۶ اوور کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۲۰ منډې تر لاسه کړې.
جاوید احمدی او احسان الله د افغانستان له لوری لوبه پیل کړه. افغانستان د لوبې پیل سوکه او له احتیاطه ډک و. په لومړیو شپږو اوورنو کې ایله ۲۵ منډې جوړې شوې. ۱۱ اوور کې احسان الله جنت د ۲۰ منډو له جوړولو وروسته لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه.
جاوید احمدی بیا داسې حال کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه، چې نیمه سلیزې ته یې ایله دوې منډې پاتې وې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=40103

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *