ایران ،د امریکا فوځ د ترهګرو په لیست کې شاملوی

  • خپرول: ۱۸ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: خاورمیانه
  • د خبر شميره: 111842

۱ تیر دقیقه

ایرانی چارواکی د امریکا د جمهور رئیس په خبرو باندې په تند غبرګون ښکاره کولو سره چې ټاکل شوی ده ددغه هېواد د سپاه پاسدارانو ځواکونه د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړی وایی چې امریکا د ایران ملې ګټې په نښه کړی دی؛سوداګریزې جګړې ته په لمن وهلو سربیره  ملې امنیت هم ګواښی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ددغه هېواد د ملې امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون رئیس حشمت الله فلاحت پیشه پر خپل ټویټر لیکلی«په هغه صورت کې چې امریکا سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړی،تهران به هم د داعش تر څنګ ددغه هېواد نظامیان په تور لیست کې ونیسی.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ؛چې غواړی د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړی.

د«برجام»تړون څخه د واشنګټن د وتلو وروسته د ایران او امریکې ترمینځ کړکیچ زیاتوالی موندلی او تازه یو شمېر ایرانی چارواکی او نهادونه د امریکا د تازه بندیزونو لاندې راوستل شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=111842

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *