اوس هم شاوخوا ۲ میلیونه ماشومان په افغانستان کې درانه کارونه کوی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 120333

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی څه باندې دوه میلیونه افغان ماشومان د خپلو کورنیو د اقتصادی چلوونې له پاره په کار بوخت دی چې سم نیمایی یې سخت کارونه کوی.
د وزارت په وینا، د جگړې، بی وسۍ او بیوزلۍ له کبله کورنۍ اړوتې چې د زده کړې پرځاى پر خپلو ماشومانو کار وکړی.
د ماشومانو د کار په اړه دغه شمیرې نن د جون پر ١٢ د ماشومانو د کار مخنیوې پر نړیواله ورځ رادبره کېږی.
د وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان ژوند کوی چې د ټول نفوس نژدې نیمایی برخه جوړوی.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وایی، د نورو ولایتونو پرتله په کابل، بدخشان او هلمند کې ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دی.
“شاوخوا یو اعشاریه نهه میلیونه ماشومان په درنو یا شاقه کارونو بوخت دی. دا کوچنۍ شمېره نه بلکې لویه شمېره ده. افغان حکومت دې ته ژمن دی چې ماشومانو ته پاملرنه وکړی او د هغوی ښه وضعیت ته ژمن دی.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120333

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *