اند پوښتنه: د سولې په تړاو اویا سلنه خلک د حکومت پر دریځ مشکوک دی

  • خپرول: ۲۹ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 113384

یوه تازه سروې ښیی چې پوره ۷۰ سلنه خلک د سولې په روانه پروسه کې د حکومت پر دریځ مشکوک دی.
دا سروې چې په څلورو میاشتو کې د افغانستان د سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ترسره کړې ده، وایی چې د جګړې عمده علت د بهرنیانو پوځی موجودیت دی.
د دې مرکز یو تن غړی حکمت الله ځلاند د همدې سروې په اړه رسنیو ته وویل، چې د حکومت او طالبانو په ګډون یې له شاوخوا ۲۸۰ بنسټونو نه پوښتنې کړې دی او پورته پایلې ته رسېدلی دی.
د سرچینې په وینا دې سروې کې یوازې ۳۰ سلنه خلک داسې و چې نظرونه یې سره مخالف و، خو پوره ۷۰ سلنه کسانو ورته ویلی چې د سولې په برخه کې د حکومت پر دریځ مشکوک دی.
تر دې وړاندې هم پرلپسې د سولې فعالانو حکومت د سولې اړوند په خنډ اچولو تورن کړی دی، خو تازه د قطر ناستې په تړاو هم ورته څرګندونې را برسېره کېدونکې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=113384

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *