امینتی چارواکو د پارلمان په ناسته کې د قناعت وړ ځوابونه وړاندې نه کړل

  • خپرول: ۳۰ میزان ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 38362

په جرګه کې د تېرې ورځې د پټې ناستې څخه راپورونه ښیی چې د افغانستان جګپوړو امنیتی چارواکو د پالمان په ناسته کې ونه توانېدل د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړی چې ولی د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د شپژو سترو بریدونو د مخنیوی په برخه کې ناکام ول.
د افغانستان ولسی جرګې تېره ورځ ، دغه چارواکی د ځواب ویلو په موخه جرګې ته رابللی وو.
دغه غونډه په پټه او د رسنیو د حضور پرته ترسره شوه.
د وروستیو امنیتی پېښو په تړاو د تېرې ورځې استجوابیه غونډه د ملی دفاع وزارت سرپرست د غوښتنې وروسته په پټه توګه اعلان شوه.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستان او د ملی امنیت عمومی مشر تېره ورځ جرګې ته رابلل شوی ول ترڅو د وروستیو امنیتی پېښو په اړه استازو ته معلومات وړاندې کړی. خو د جرګې استازو د پوښتنې وروسته ، کله چې د افغانستان ملی دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامی څخه وغوښتل شو چې دغو پوښتنو ته ځواب ورکړی ، دی د جرګې له مشر څخه وغوښتل ترڅو غونډه د مهمو امنیتی مسایلو له امله ، پټه اعلان کړی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=38362

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *