امنیت شورا: حنیف اتمر له طالبانو سره اړیکه نده نیولې

  • خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 44939

د افغانستان د ملی امنیت شورا هغه رپوټونه رد کړل، چې ګنې افغان حکومت ځینو چارواکو له وسله‌والو طالبانو سره مخامخ خبرې کړې دی.
اسوشیټیډ پریس رپوټ ورکړی، چې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملی امنیت رئیس معصوم ستانکزی له وسله‌والو طالبانو سره په دوه جلا جلا کتنو کې د سولې مخامخ خبرې کړې دی.
راپور وایی چې ستونزه دا وه دواړو مشرانو له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه یو بل خبر کړی نه و او نه یې هم معلومات شریک کړی وو.
خو د ملی امنیت شورا ویاند قادرشاه له امریکا غږ سره په خبرو کې دغه رپوټ بې‌اساسه وباله او ویې ویل، د افغانستان د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره، د سولې هر ډول مذاکرات د افغانستان د سولې عالی شورا له خوا پر مخ وړل کیږی.
هغه وویل “د سولې د مذاکراتو په اړه د اسوشیټیډ پریس په رپوټ کې هغه ادعا چې، د ملی امنیت شورا دفتر له طالبانو سره مخامخ خبرې کوی او یا هم په دغې پروسه کې ناهمغږی وجود لری، په کلکه ردوم. له خبری رسنیو څخه مو توقع دا ده، چې ټول خبرونه له دقت او پوره کره‌والی وروسته نشر کړی”.
ښاغلی قادر شاه زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته د رسیدو لپاره په هره برخه کې هڅې کوی او د افغانستان د ملی امنیت شورا دفتر، د سولې د مذاکراتو په پروسه کې، د سولې د عالی شورا له هڅو او فعالیتونو څخه ملاتړ کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44939

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *