امریکا: ډېر ژر به پر شمالی کوریا نوی بندېزونه ولګوی

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43771

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایی، متحده ایالات به په راتلونکو ورځو کې د شمالی کوریا پر وړاندې تر ټولو سخت او ځپونکی اقتصادی بندیزونه اعلان کړی.
پنس دا اعلان نن د جاپان له صدراعظم شنزو ابې سره تر خبرو وروسته وکړ.
نوموړی چې په جنوبی کوریا کې د ۲۰۱۸ کال د پیونګ چانګ ژمنیو المپیک لوبو په افتتاحیه مراسمو کې د امریکایی پلاوی مشری کوی، ویلی چې متحده ایالات به ډېر ژر دغه سخت اقتصادی بندیزونه اعلان او تر هغو به د شمالی کوریا منزوی کېدو ته دوام ورکړی څو دغه هېواد د تل لپاره د خپل اټمی او بالستیک توغندویو پروګرامونه بند کړی.
امریکایی چارواکو ویلی تمه ده دغه نوی اقتصادی بندیزونه د پیونګ چانګ لوبو تر نتایجو دمخه ولګول شی.
دا لوبی د فبرورۍ پر نهمه پیلېږی او د دې میاشتې تر وروستیو پورې دوام کوی.
د امریکا مرستیال ولسمشر په پام کې لری د فبرورۍ پر اتمه د جنوبی کوریا له ولسمشر مون جې ان Moon Jae-in سره وګوری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43771

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *