امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرې تایید کړی

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75837

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس په قطر کې له طالبانو سره د یاد هېواد خبرې تایید کړی او وویل چې دا خبرې دوام لری او موخه یې د افغانستان په مشرۍ د سولې خبرواترو په برخه کې زمینه جوړونه ده.
جیمز ماتیس زیاته کړه: له طالب استازو سره خبرې دوام لری او د پرمختګ په صورت کې، جزییات به یې د رسنیو په واک کې ورکړل شی.
دی ټولې دا هڅې د افغانستان له دولت سره په مرسته وباله او وویل: سولې او روغې جوړې لپاره هڅې به د افغانستان دولت په مشرۍ او مالکیت وی او د افغانستان له دولت سره د مستقیمو خبرواترو لپاره د طالبانو د چمتو کېدو په موخه پر یاده ډله باندې فشارونه د زیاتوالی په حال کې دی خو تراوسه اوږده لاره مخ پر وړاندې ده او په دې برخه کې نظر څرګندول له وخت نه وړاندې دی، خو خبرې روانې دی او د پرمختګ په صورت کې به جزییات یې له رسنیو سره شریک شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75837

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *