امریکا پر طالبانو لا د اوربند خبره نه ده منلې

  • خپرول: ۲۶ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 131234


Fb-Button

تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: واشنګټن پوسټ په خپل تازه راپور کې خبر ورکړی چې واشنګټن له طالبانو سره له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو په تړاو هوکړه نهایی کړې ده، خو لا یې په طالبانو د اوربند خبره نه ده منلې چې دا د سولې د هوکړې د ماتېدو خطر لا زیاتوی.

واشنګټن پوسټ وایی، امریکا لا هم پر طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته د کېناستو خبره نه ده نهایی کړې.

واشنګټن پوسټ وایی، ټرمپ له خپلو لوړ پوړو کارمندانو سره د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په تړاو کار کړی خو غنی چې د طالب یاغیانو په غوښتنه لا هم امریکا د سولې مذاکراتو څخه دباندې ساتلی دی، د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر د دغې خبرې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود چې ویې ویل، طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی.

واشنګټن پوسټ په دې برخه کې د ارګ د ویاند صدیق صدیقی څرګندونو ته اشاره کړې ده چې ویلی یې دی، افغان حکومت به له امریکا سره د باعزته سولې په برخه کې همکاری وکړی، البته په هغه صورت کې چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایان وایی، له طالبانو سره یې لا خپلې خبرې وروستۍ شوې نه دی او چې کله وروستۍ شی له افغان حکومت سره بې خبرو ته کېنوی.