امریکا له مکسیکو سره د پولې دیوال لګښت یوه برخه د افغانستان امنیتی ځواکونو له پیسو څخه ورکوی

  • خپرول: ۲۱ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 115793

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهن له مکسیکو سره په پوله کې د ۸۰ مایله دېوال د جوړولو لپاره د پینتاګون له بوجې څخه د څه باندې یو نیم ملیارد ډالرو ورکړه تصویب کړه.
امریکایی چارواکو نن /جمعه/ وویل چې په دې یو نیم ملیارد ډالرو کې نژدې ۶۰۰ ملیون ډالره د افغان امنیتی ځواکونو له حسابه اخیستل کېږی.
د امریکا د کانګریس غړیو د مکسیکو او امریکا ترمنځ د دېوال له جوړېدو سره مخالفت کړی او د ولسمشر ټرمپ په غوښتنه یې بودجه تصویب نه کړه خو اوس به د مارچ له پیله د دفاع وزارت یا پینتاګون له پوځی بودجې یو ملیارد ډالره د دې دېوال د یوې برخې جوړېدو ته ځانګړی شی.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر شاناهن په یوه بیان کې ویلی«دا پیسې د لګښت د سپمولو، د پروګرامونو د بدلون او د اړتیاوو د بدلولو په شمول له بېلابېلو سرچینو اخیستل شوی او له همدې کبله به دېوال ته د هغو انتقال د ځواکونو پر چمتووالی حداقل اغېز ولری.»
شاناهن همداراز وویل چې د امریکا پوځ له مکسیکو سره په پوله کې ۴ زره سرتېری او ۱۹ الوتکې لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=115793

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *