امریکا له ترکیې د فولاد اوالمونیم پر وارداتومالیاتی تعرفه دوه چنده کړه

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 76101

د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ له ترکیې د فولاد اوالمونیم پر وارداتومالیاتی تعرفه دوه چنده کړه

د امریکا ولسمشر پرون جمعه پر ټوېټر ولیکل: ما له دې امله چې د ترکۍ لیرې بیې ته چې په دوامدار ډول زموږ د پیاوړی ډالر په مقابل کې لوېږی، پر فولاد او المونیم د تعرفې د دوه چنده کېدو امر وکړ.

ولسمشر ټرامپ په یوه بل ټویټ کې ولیکل چې “په دې وخت کې زموږ او ترکیې روابط ښه نه دی. تر دې وروسته به له ترکیې د فولاد پر وارداتو تعرفه پنځوس او پر المونیم به دیرش فیصده وی. “

د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکی تر هغه وروسته لا خراب شول چې یو امریکایی پادری یا کشیش اندریو برونسون په ترکیه کې ونیول شو.

پینځوس کلن برونسن په ترکیه کې “پرته له دې چې غړیتوب ولری، دیوه تروریستی سازمان په استازیتوب دجنایت” په تور محاکمه کېږی.

که چېرې مجرم وپېژندل شی، په پنځه دیرش کاله بند محکومېدلائ شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76101

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *