امریکا د ۶۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت څه باندې ۶۶۰۰ تاو ماډل توغندی پر عربستان پلوری

  • خپرول: ۴ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: اقتصاد
  • د خبر شميره: 50370

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۶۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت پر عربستان باندې د توغندیو له پلورلو سره هوکړه وکړه.
د روسیا الیوم راپور له مخې، د امریکا دفاعی مرستو آژانس په یوه ویناپاڼه ویلی چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې ترڅو پر عربستان باندې د ۶۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تاو ماډل توغندیو د پلورلو په برخه کې هوکړه وکړی.
ددغې ویناپاڼې له مخې، عربستان ددغې غوښتنه کړې چې د تاو ماډل څه باندې ۶۶۰۰ توغندی پر دغه هېواد وپلورل شی.
په دغه ویناپاڼه کې راغلی چې دغه تړون د یو ملګری هېواد امنیت ټینګښت په برخه کې د امریکا ملی امنیت او د بهرنی سیاست اهدافو پلی کولو په برخه کې چې په منځنۍ آسیا کې د سیاسی ثبات پلی کولو او اقتصادی پرمختګ په برخه کې ګڼل کېږی، ترسره شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50370

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *