"امریکا د ۶۶ پاکستانی افسرانو د روزنې پروګرام لغوه کړی"

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 76145

.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د امریکا د ملی دفاعی پوهنتون ته ویل شوی چې د پاکستانی افسرانو پر ځای له کوم بل هېواد څخه د سږ کال لپاره پوځی افسران را وغواړی او د سږ کال په پروګرام کې دې شامل کړی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان لیکلی امریکا د ۶۶ پاکستانی پوځی افسرانو د روزنې پروګرام لغوه کړی. دا ګام پر پاکستان د امریکا له خوا د روان فشار په لړ کې پورته شوی.

ورځپاڼه لیکی، دا افسران د امریکا د پوځی زده کړو د نړیوالې پروګرام په اډانه کې روزل کېدل، خو اوس د ملی دفاعی پوهنتون ته ویل شوی چې د پاکستانی افسرانو پر ځای له کوم بل هېواد څخه د سږ کال لپاره پوځی افسران را وغواړی او د سږ کال په پروګرام کې دې شامل کړی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو د تیرې سه شنبې ورځې هوایی برید ته اشاره کړې چې پر ولسوالۍ د طالبانو د برید د مخنیوی لپاره شوی.

په دغه هوایی برید کې ۱۷ افغانان ووژل شول.

ورځپاڼه دې ته کتنه کوی چې څنګه د دا ډول بریدونو په اړه نظر او لید لوری متفاوت وی.

نیویارک ټایمز د دواړو لوریو خبرې را اخلی، په ازره کې د افغان سیمه ییزه پولیس مشر زیړ ګل وایی، نږدې ټول وژل شوی کسان د ده سرتېری وو، خو د امریکایی ځواکونو ویاند ورځپاڼې ته ویلی، له هوا اخیستل شوی انځورونه ښیی چې د برید پرمهال هلته هیڅ افغان سرتیری نه وو.

خو ورځپاڼه لیکی، ځینې افغان چارواکی لکه د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وایی په دغه برید کې۳۰ طالبان هم وژل شوی دی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د روان کال په لومړۍ نیمایی کې امریکایی ځواکونو په افغانستان کې څه باندې درې زره بمونه کارولی

نیویارک ټایمز لیکی په افغانستان کې هوایی بریدونه زیات شوی او د روان کال په لومړۍ نیمایی کې امریکایی ځواکونو په افغانستان کې څه باندې درې زره بمونه کارولی چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله نږدې دوه برابره دی چې د ۲۰۱۶ کال د لومړۍ نیمایی پنځه برابره دی.

ورځپاڼه لیکی، په دې سره د ملکی وګړو تلفات هم زیات شوی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د تېرکال د لومړۍ نیمایی پرتله د هوایی بریدونو له امله د ملکی وګړو مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زیاته شوې ده.

Image caption

غزنی

واشنګټن پوسټ

بلې امریکایۍ ورځپانې واشنګټن پوسټ پر غزنی د طالبانو د تېرې ورځې برید په اړه لیکی چې دا برید داسې مهال شوی چې پتېیل شوې افغان ولسمشر په راتلونکی لوی اختر کې اوربند اعلان کړی.

ورځپاڼه لیکی د غزنی برید پر افغان ځواکونو فشار ډېر کړی او له امله یې په ملی دفاع وزارت کې بیړنۍ غونډه را بلل شوې ده.

ورځپانې د یوه شنونکی دا خبره را اخیستې چې وایی طالبانو دا برید ځکه پر دې وخت کړی چې خپل نظامی زور وښیی تر څو د سولې په راتلونکې احتمالی خبرو کې له قوی دریځه برخه واخلی.

ټایمز اف انډیا

ټایمز اف انډیا لیکی په پاکستان د هند لوی کمېشنر “اچې بیساریا” د پاکستان له راتلونکی لومړی وزیر عمران خان سره لیدلی او له ترهګرۍ سره د مبارزې او کشمیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دی.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

عمران خان غوښتنه کړې چې د پاکستان او هند ترمنځ دې د خبرو لړۍ بیا پیل شی.

ورځپاڼه زیاتوی عمران خان غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د خبرو لړۍ بیا پیل شی.

هغه دغه راز د ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې ټینګار کړی چې هند دې په اسلام اباد کې د سارک ټولنې په راتلونکې غونډه کې برخه واخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76145

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *