امریکا د هرې ممکنې لارې غواړی له اېران سره خبرې وکړی

  • خپرول: ۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 73269

د امریکا یو استخباراتی مرکز پر اېران باندې د امریکا فشارونو او ددغو فشارونو په وړاندې د اېران مقاومت په اړه بحث کړی دی.
په دغه راپور کې ویل شوی چې ټرامپ د هرې ممکنې لارې غواړی له اېران سره خبرې وکړی.
د استرتفور امریکایی معلوماتی سازمان د تهران په وړاندې د واشنګټڼ وروستیو اقداماتو په ارزونه کې وړاندوینه کړې چې د اېران ستراتېژۍ د امریکا یو اړخیزو اقدماتو په وړاندې د اروپایی ټولنې او نورو اقتصادی ملګرو د هڅونې لپاره به له ماتی سره مخ شی او اېران د بندېزونو فشار په پوهېدو سره، په پایله کې اړ کېږی ترڅو له امریکا سر خبرې له سره ونیسی. که څه هم دا شونتیا شتون لری چې خبرې د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو او له سپینې ماڼۍ څخه د ټرامپ تر وتلو پورې وځنډوی.
په همدې حال کې شونی ده اېران د اټمی پروګرام له سره نیول په پام کې ونیسی ترڅو له هغه څخه له امریکا سره د خبرو پرمهال د فشار وسیلې په توګه کار واخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=73269

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *