امریکا ته د نړیوال جزایی محکمې غبرګون: خپل کار ته دوام ورکوو

  • خپرول: ۲۱ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 82926

نړیواله کیفری محکمه وایی چې د امریکا د وروستیو ګواښونو په وړاندې شاتګ نه کوو.
امریکا په دې وروستیو کې اعلان کړی چې که نړیواله کیفری محکمه په افغانستان کې د یاد هېواد ځواکونو په وړاندې د جګړه ایزو جنایاتو په اړه څېړنې ته دوام ورکړی، پر دغې محکمې بندیز لګوی.
نړیوالې کیفری محکمې د یوې ویناپاڼې په صادرولو سره د هغو جنایاتو د حساب ورکونې په اړه چې بشری وجدان ځوروی، د یوې وسیلې په توګه ددغې محکمې پر رول ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم له نړیوالې کیفری محکمې څخه په ملاتړ غبرګون وښود. د یاد وزارت په ویناپاڼه کې راغلی چې دغه محکمه باید وکولای شی له کوم خنډ پرته خپلې دندې ترسره کړی.
د بی بی سی د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ د ملی امنیت سلاکار جان بولتون تېره ورځ نړیواله کیفری محکمه یې نامشروع او خطرناک وباله او د هغې بنسټ اېښودونکی یې د امریکا ځواک په محدودولو تورن کړ.
بولتن زیاته کړه چې امریکا په نړیواله کیفری محکمه کې به له غیرقانونی څېړنې حخه دخپلو هېواداوالو د ساتنې په موخه له هرې ممکنې وسیلې څخه کار واخلی.
د امریکا ملی امنیت سلاکار ګواښ وکړ چې هېواد یې له نړیوالې کیفری محکمې سره مرسته نه کوی او له هغې سره به یوځای ونه شی ترڅو دا محکمه لمنځه لاړه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82926

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *