امریکا او شمالی کوریا د لیدنې په اړه هوکړه کړې

  • خپرول: ۱۶ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 87701

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د دوهمې لیدنې د ترسره کېدو په اړه هوکړه کړې ده.
مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ( د اکتبور ۷) په پیونګ یانګ کې له کیم جونګ اون سره تر خبرو وروسته د سوېلی کوریا پلازمېنې سیول ته روان شو.
نوموړی له کېم جونګ اون سره درې ګړۍ لیدنه د اټومی بې وسلې کولو په لار کې “ښه، رغنده او مخته ګام” وبلله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته مهال زیاته کړه چې لا هم ډېر ګامونه پورته کول ضروری دی.
ښاغلی پمپیو په سیول کې د سوېلی کوریا له ولسمشر مون جی این سره لیدنه او خبرې درلودې.
له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ خپل ټوېټر کې لیکلی چې “نږدې راتلونکی کې” له کېم جونګ اون سره لیدنې ته سترګې په لار دی.
مایک پمپیو شمالی کوریا ته تر رسېدلو لږ وروسته خپل داسې انځور ټوېټ کړ چې له کېم جونګ اون سره روان و.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87701

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *