امریکا افغانستان ته مالی مرستو ته کموالی ورکوی

  • خپرول: ۱۵ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 74961

امریکا افغانستان ته خپلو ملکی مرستو ته کموالی ورکړی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا بودجې له مخې، پنځه میلیارډ ډالر د پوځی او امنیتی مرستو لپاره افغانستان ته ځانګړی شوی دی.
د ٢٠١٩ کال لپاره د ښاغلی ټرمپ د حکومت په ٧١٧ میلیارد ډالرو بودجه کې چې د امریکا د کانگرس له لورې تائید شوې افغانستان ته د پوځی او امنیتی همکاریو لپاره پنځه میلیارد ډالر ځانگړی شوی دی.
پدغه بودجه کې چې د ٢٠١٨ کال د سپتامبر په میاشت کې به اجرا شی، همداشان ۶٣٠ میلیون ډالره د افغانستان د ملکی او انکشافی مرستو لپاره ځانگړی شوی دی.
د امریکا د نړیوالې پرمختیایی ادارې (یو اس آی دی) د شمیرو له مخې امریکا په ٢٠١٨ کال کې شاوخوا ۷۸۳ میلیون ډالر او په ٢٠١٧ کې شاوخوا یو میلیارد ډالر د افغانستان ملکی مرستو ته ځانگړی کړی وو.
کانگرس ته ددې بودجې د وړاندیز شوی متن په یوه برخه کې راغلی دی چې “دغه بودجه د امریکا له لورې د افغان امنیتی قواو د تداوم او زده کړو لپاره پنځه میلیارد ډالر غواړی او پدې سره به امریکایی ځواکونه وکړای شی چې د ترهگرۍ ضد عملیات وکړی او ډاډمن شی چې جهادی ترهگرې ډلې ونشی کړای د سیمې نه د امریکا د خاورې او په بهر کې د امریکایانو او زمونږ د متحدینو او شریکانو په ضد له پلوې اخوا حملې وکړی.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=74961

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *