امریکایی چارواکی: امریکا له افغانستان څخه د سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده

  • خپرول: ۸ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 102475

په داسې حال کې چې د امریکایی پلاوی‌ او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه خبرې تر بل هر وخت ګړندۍ شوی یوه لوړپوړی امریکایی چارواکی رویټرز خبری اژانس ته ویلی چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده.
دغه امریکایی مقام چې نوم یې نه دی خپور شوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې رویټرز خبری اژانس ته ویلی چې په قطر کې له طالبانو سره خبرو کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې د «پام وړ» پر مختګ رامنځته شوی دی.
دغه چارواکی‌ ویلی دی چې د اوربند او د د ځواکونو د وتلو د مهالوېیش په اړه لا نورو خبرو ته اړتیا شته، دغه چارواکی‌ ویلی چې« البته موږ په افغانستان کې د دایمی‌ حضور په لټه کې نه یو».
دغه امریکایی مقام پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې تېره اونې طالب استازو او امریکایی پلاوی پر افغان سولې شپږ ورځنۍ خبرې وکړې.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=102475

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *