امریکایی طالب له بند څخه خوشی کېږی

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 117433

‘امریکایی طالب’ جان والکر لینډ، چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د یرغل پرمهال ونیول شو، نوموړی د زندان له ۲۰ کاله مودې پوره کولو مخکې خوشی کېږی، چې ظاهراً یې د خوشی کېدو لامل په زندان کې ‘ښه چلند’ بلل شوی.
ښاغلی لینډ په زندان کې اولس کاله او پنځه میاشتې تېرې کړې دی. اټکل دی چې دا ‘امریکایی طالب’ د پنجشنبې په ورځ خوشی شی.
دی په امریکا کې د هغه معمول له مخې خوشی کېږی که یو زندانی ښه چلن وکړی او ۸۵٪ د بند موده تېره کړی، نو خوشی کېږی.
لیند په ۲۰۰۰ کال کې پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته تللی و او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوی و. خو کله چې یو کال وروسته د سپتمبر پېښو په پایله کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، دی ونیول شو او په امریکا کې د ترهګرۍ د ملاتړ په جرم په شل کاله بند محکوم شو.
‘میلټری ټایمز’ ورځپاڼه لیکی، پر ده ځینو شرطونه اېښودل شوی او دا ددې لپاره چې له خوشی کېدو وروسته د ده د کړنو په اړه ډاډ تر لاسه شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117433

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *